میاں محمد نواز شریف له د مسلم لیګ ( ن) بلا مقابله صدر په منتخب كيدو مباركي ، هېواد كښې د جمهوریت ودې لپاره به په ګډه كار كولې شي۔ سید یوسف رضا ګیلانی


اسلام آباد 28 مئي (اے پي پي) لنډمهاله صدر سید یوسف رضا ګیلانی میاں محمد نواز شریف له د مسلم لیګ ( ن) په بلا مقابله صدر منتخب كيدو مباركي وركولو سره وئيلي چې هېواد كښې د جمهوریت ودې لپاره به په ګډه كار كولې شي۔د ایوان صدر پریس ونګ له مخې لنډمهاله صدر سید یوسف رضا ګیلانی په څپل پیغام كښې ووئيل میاں نواز شریف د هېواد جمهوریت لپاره په زړه پورې خذمات ترسره كړي۔ده د میاں نواز شریف لپاره د نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔