اسلام آباد 08 جون (اے پي پي)پاكستان وئېلي دي چې د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو له مخې د متنازعه جمو كشمير منصفانه او پرامن حل لپاره به د كشميري??نو سياسي٬ سفارتي او اخلاقي ملاتړ روان ساتلے شي۔ د خارجه دفتر وياندې ممتاز زهرا بلوچ د زيارت په ورځ پرېس كنفرنس كښې وئېلي چې 4 جون د جارحيت ښكار ماشوم??نو نړيواله ورځ ولمانځلې شوه۔ دې ووئيل چې دا ورځ مونږ ته د كشميري ماشوم??نو ناوړه حالت رامخې ته كوي كوم چې د هندي ځواكونو د پرله پسې محاصرې او وحشيانه جبر دلاسه پرله پسې ستونزو سره مخ دي۔ وياندې ووئيل چې د كشميري ماشوم??نو يو بشپړ نسل د ويرې٬ تشدد او د جبر په چاپېريال كښې لويې ش??ے دے٬كشميري يتيمانان د معاشي ستونزو٬ يوازوالي او نفسياتي رنځ ??م هم ښكار دي۔دې ووئيل چې د هندي ځواكونو د پېلټ٬ ګولو او د وښكې بهيونكي ګاز ګولو دلاسه لويې شمېر زده كوؤنكي ماشومان ژوبل شوي او په دوئي كښې زياتر د بينايۍ څخه په بشپړه يا جزوي توګه محروم شوي دي۔ دې ووئيل چې ملګرو ملتونو په هند زور راوړې چې هغه دې د ماشوم??نو تحفظ لپاره احتياطي تدابير وكړي چې پكښې د ماشوم??نو په ضد ?? پيلټ ګنز كارول بندول هم شامل دي۔وياندې ووئيل چې مونږ په هند زور راوړو چې هغوي په دې ??وښتنه عمل وكړي۔وياندې ?? دې ??زم پخلې كړې چې پاكستان به د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو له مخې د شخړيز كشمير منصفانه او پرامن حل لپاره د خپلو كشميري وروڼو او خوئېندو سياسي٬سفارتي او اخلاقي ملاتړ روان ساتي۔
پاكستان به د سلامتي كونسل د قراردادونو له مخې د كشمير منصفانه او سولييز حل لپاره د كشميريانو سياسي٬ سفارتي او اخلاقي ملاتړ روان ساتي۔ خارجه دفتر
Lightning Storm Chasers Online Entertainment Links
مضمون کا ماخذ : لاٹوفاسیل