پېښور 20 دسمبر(اے پي پي) نګران ??زي??اعظم انوار الحق كاكړ د خېبر مېډيكل كالج پېښور او د ايوب مېډيكل اېبټ آباد د پبلك سيكټر مېډيكل پوهنتونونو په توګه د اپ ګريډ كولو اعلان كړے دے۔??زي??اعظم دا اعلان د شورو په ورځ په ګورنر هاؤس كښې د خېبرمېډيكل كالج پیښور پخوانو زده كوونكو تر سيوري لاندې اېسوسي اېشن اف فزيشنز آف پاكستان ډيسنټ آف نارته امريكا(اے پي پي اېن اے) 46مې كلنې غونډې ته په خپله وينا كښې كړے ۔د اېسوسي اېشن غړو او صدر ډاكټر ارشد رحمان په درخواست ??زي??اعظم ووئيل د كے اېم سي او اے اېم سي د پبلك سيكټر مېډيكل پوهنتونونو په توګه د اپ ګريډ كولو عملي كار د اړوندو چارواكو نه په 35 ساعته كښې دننه پېل كول غواړم۔ ددړدېدلې انسانيت لپاره د “اے پي پي اېن اے”بشپړ خذمات او د هېواد وګړو سره د ډېرې مودې راهيسې رابطې ستائېلو سره ??زي??اعظم د خېبرپښتونخوا اولس او اے پي پي اېن اے مطالبات تر مخه ګورنر او ??زي??اعلٰی ته سپارښتنه وكړه چې په خېبرپښتونخوا كښې پبلك سېكټر كښې كے اېم سي او اے اېم سي د بشپړ مېډيكل پوهنتونونو په توګه اپ ګرېډ كولو لپاره عملي شكل وركړي۔ دې مېډيكل كالجونو څخه د فارغ شوو زده كوونكو هېواد او بهر هېوادونو كښې د صحت خذمات ستائېلو سره ??زي??اعظم ووئيل امريكا او نورو هېوادونو كښې خذمات ترسره كوونكي پاكستاني ډاكټران د پاكستان سفيران دي او د طب په څانګه كښې د دوي خذمات مثالي دي۔ ده ووئېل پاكستان كښې د زلزلې٬سېلاب او نورو قدرتي آفتونو په مهال چې دوي كومه مرسته كړې هغه د ستائنې وړ ده۔??زي??اعظم ووئيل په دې ډېر خوشحاله يم چې په امريكا كښې مېشته پاكستانو ډاكټرانو د خپل هېواد وګړو سره قوي خپلولې لرلې او په هر سخت وخت كښې يې د پاكستان مرسته كړې۔انوار الحق كاكړ ووئيل د پاكستان ډاكټران د امريكې پشمول په ټوله نړۍ كښې په زړه پورې خذمات ترسره كوي او د پاكستانۍ كميونټۍ او امريكائي وګړو ترمينځه د پل كردار ترسره كوي۔ده ووئيل د پاكستان ډاكټران د نړۍ په ښه ډاكټرانو كښې شمېرلې كېږي او د كے اېم سي څخه فارغ شوي ډاكټران د خپلې پوهې او د صحت خيال ساتلو په خذمات كښې په نړيواله كچه منلې شوي۔د اے پي پي اېن اے صدر په درخواست ??زي??اعظم د پاكستان لپاره په خذمات ډاكټر عمر تيمور عتيق د نشان امتياز ايوارډ لپاره د نامزد كولو اعلان هم وكړو ٬ كوم چې د كالج آف فزيشن آف امريكا څخه وړومبے غېر امريكائي صدر دے۔ډاكټر عمر عتيق د كے اېم سي پیښور ګريجويټ دے۔??زي??اعظم په پېښور كښې د كے اېم سي(سينا)هال هاسټل كښې ملګرو سره د وخت تېرولو يادونه تازه كولو كښې ووئېل د كے پي كلتور او تهذيب څخه متاثره شوے يم۔هغه د كينسر په اړه هم د خيالاتو څرګندونه وكړه په كوم رنځ چې د هغه خور هم اخته وه۔په دستوره كښې د خېبرپښتونخوا ګورنر حاجي غلام علي٬ نګران ??زي??اعلٰی جسټس ريټائرډ سيد ارشد حسېن شاه٬د اطلاعات صوبائي ??زي?? فيروز جمال كاكاخيل٬چيف سېكرټري نديم اسلم چوهدري او د كے پي آئي جي پي اختر حيات ګنډا پور نه علاوه ډاكټرانو او د اے پي پي اېن اے غړو په لويه شمېره ګډون كولو۔د دې نه وړاندې د كے پي ګورنر د ??زي??اعظم هركلے وكړو۔دغسې دوي د صوبې د اولس خېرښېګړې ته په خاص پام لرنه كولو او د شريكې خوښې په نورو چارو هم د خيالاتو څرګندونه وكړه۔
وزيراعظم د خېبر مېډيكل كالج پېښور او د ايوب مېډيكل كالج اېبټ آباد د ميډيكل پوهنتونونو په توګه د اپ ګرېډ كولو اعلان٬د اېسوسي اېشن اف فزيشنز آف پاكستان ډيسنټ آف نارته امريكا 46مې كلنې غونډې ته خطاب
Jurassic Kingdom entertainment platform website
مضمون کا ماخذ : گرم سے زیادہ گرم