اسلام آباد۔18مارچ (اے پی پی) صد?? مملکت آصف علی زرداری سره د متحده عرب امارات سفير عماد ابراهيم سليم الزابي ملاقات وكړو په كوم كښې چې صد?? مملكت متحده عرب امارات سره د دوه اړخيزه مرستې په څانګو كښې د اړيكو لا زياتولو په حاجت زور راوړو۔ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې صد?? مملکت آصف علی زرداری د ملاقات په مهال خپلو خبرو كښې ووئيل د تجارت، معیشت، هوابازی، د ِتجدید وړ توان، د موسمیاتی بدلون او د بشري وسائلو پرمختګ څانګو كښې همكارۍ ته به وده وركول وي٬ د ایئربس اے 380 کمرشل ??رو??زونو پ?? شمول د هوابازۍ څانګه كښې همكاري زياتولو ته اړتيا ده چې ورسره به په متحده عرب امارات كښې مېشته پاكستانيانو ته سهولت ترلاسه شي۔ ده ووئيل پاكستان او متحده عرب امارات له به د کاربن کرډېټس ما??کیټ څخه ګټه پورته كول وي۔ صد?? مملكت ووئيل صد?? مملکت پاکستان او متحدہ عرب امارات د كركيلې په څانګه كښې همكارۍ ته اړتيا لري۔ ده ووئيل د موسمياتي بدلونونو د لاسه د غذائي تحفظ مسئله سيمې لپاره د اندېښنې وړ ده۔ اماراتي سفير ووئيل متحده عرب امارات د پاكستان د پرمختګ عزم لري٬ پاكستان سره به يو برابر ولاړ پاتے كيږي٬ د پاكستان او متحده عرب امارات ترمينځه د موجوده دوه اړخيزه اړيكو په اسټرېټجک پارټنرشپ كښې بدلولو ته اړتيا ده۔ په دې موقعه د متحده عرب امارات سفير اقتصادي سفارت كارۍ ته د پام په ګرځولو زور راوړلو سره ووئيل د متحده عرب امارات سترې كمپنۍ د پاكستان په بېلو څانګو كښې سرمايه كارۍ كولو كښې خوښي لري، متحدہ عرب امارات په دې وروستيو كښې د ما??ولیاتی کنفرنس كوربتوب وكړو٬ متحدہ عرب امارات “لاس اېنډ ډېمج” فنډ لپاره د 100 ملين ډالرو وعده وكړه۔ اماراتي سفير صد?? مملكت ته په دويم ځل د صدر په جوړېدو مباركي وركړه۔ سفیر ده لپاره د متحده عرب امارات د مشرتابه او اولس لخوا د نېكو هيلو څرګندونه هم وكړه۔ اماراتی سفیر صد?? مملکت ته د متحده عرب امارات د دورې بلنه وركړه كومه چې صد?? مملكت قبوله كړه۔ صدر د مباركۍ په پېغام كښې د متحده عرب امارات د مشرتابه مننه وكړه۔ ده ووئيل متحدہ عرب امارات زما زړه ته زيات نزدے هېواد دے۔ ده د دوه اړخيزه اړيكو لا مضبوطولو په حاجت زور هم راوړو۔
صدر مملكت آصف علي زرداري سره د متحده عرب امارات سفير عماد عبيد ابراهيم سليم الزابي ملاقات ٬ د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه
Buffalo wins official entertainment website
مضمون کا ماخذ : sorteios quina