اسلام آباد۔16اپریل (اے پی پی) پاکستان او سعودي عربستان سرمايه کارۍ سر?? اړوندې چارې مربوط كولو او د دې عملي کولو لپاره دو?? اړخيزه تګلارې ته حتمي شكل وركړے دے۔ په دې لړ كښې پاك – سعودي سرمايه كاري كنفرنس د نهې په ورځ په اسلام آباد كښې وشو۔ د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن فرحان السعود په مشرۍ كښې د اعلی كچې س??ودي پلاوي ??ه كنفرنس كښې ګډون وكړو۔ خارجه وزير اسحاق ډار سپېشل انوسټمنټ فېسيليټيشن کونسل كښې س??ودي پلاوي ته هركلې ووې۔ د خارجه دفتر وياندې له مخې خارجه وزير اسحاق ډار په خپل خطاب كښې د پاكستان او سعودي عربستان ترمينځه په ژورو اړيكو او په شريكو ستراتيجيكي ګټو زور راوړو۔ ده د دو?? اړخيزه ستراتيجيكي او اقتصادي همكارۍ په اهميت او دو?? اړخيز?? اړيكو ته وده وركولو كښې د سعودي سرمايه كارۍ په مهم كردار رڼا واچوله۔ ده ووئيل د اېس آئي اېف سي پلېټ فارم مقصد د سرمايه كارۍ عمل لپاره لاره هوارول او تندۍ سره فيصله سازي باوري كول دي چې ورسره به په پاكستا?? كښې س??مايه كارۍ لپاره په زړه پورې چاپېريال ته وده ترلاسه شي۔ ده د كركيلې ٬ آئي ټي او د كانونو كنستلو په څانګو كښې په پاكستا?? كښې پراخا موقعې په ډاګه كولو سره سعودي سرمايه كارو ته په دو?? اړخيزه ګټوره همكارۍ كښې د شاملېدو بلنه وركړه۔ خارجه وزير د دواړو هېوادونو ترمينځه په مضبوطو اړيكو د باور څرګندونه وكړه۔ په دې موقعه اېس آئی اېف سی چارواكو د پاكستان د معشيت په مهمو څانګو كښې د ممكنه او د سرمايه كارۍ په موقعو مشتمل بشپړه بريفنګ وركړو۔ سعودی فريق په پاكستا?? كښې د سرمايه كارۍ ماحولياتي نظام ښه كولو كښې خوښي ښكاره كولو سره د سعودی عربستان سرمايه كارۍ /کاروبار سره د اړوندو مسئلو سولييز حل كښې د اېس آئي اېف سي د كردار ستائنه وكړه او د پاكستان په مهمو څانګو كښې س??مايه كارۍ كښې يۍ ژوره خوښي ښكاره كړه۔ د پاكستان لخوا د سعودي عربستان د ممكنه اربونو ډالرو سرمايه كاري تندۍ سره مخ په وړاندې بوتللو كښې د زياتې نه زياتې مرستې او آسانۍ رامخې ته كولو باور وركړے شو۔ په دې موقعه دواړو فريقو د اعلانونو په كوټلې اقتصادي نتيجو كښې بدلولو له په فعاله كچه سرمايه كارۍ سر?? اړوندې چارې مربوط كولو او په دې عملدرآمد له د دو?? اړخيزه نفاذ تګلارې ته هم حتمي شكل وركړو
پاكستان او سعودي عربستان سرمايه كارۍ سره اړوندې چارې مربوط كولو او په دې عملدرآمد له دوه اړخيزه تګلارې ته حتمي شكل وركړو٬ خارجه دفتر
Vampire Charm Entertainment official entrance
مضمون کا ماخذ : پاور بال آن لائن خریداری