کراچۍ۔ 01 مئی (اے پی پی) داخله وز??ر محسن نقوي وئيلي دي چې قاچاق د هېواد معيشت ته زيان رسوي ٬ پاكستان كوسټ ګارډز د قاچاق مخنيوي كولے شي٬ دا مهال هېواد ته پېښه تر ټولو لويه مسئل?? د ??عيشت ده او كوسټ ګارډز معيشت سره نېغ په نېغه تعلق لر??۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورؤ په ورځ د پاكستان كوسټ ګارډز هېډ كوارټرز دورې په موقعه افسرانو او ځوانانو ته د خطاب په مهال وكړه۔ داخله وز??ر ووئيل دا مهال د 40 څخه تر 50 کروړه روپو رېكوري كه 5 څخه تر 6 اربه روپو يا دې څ??ه زياتو ته ورسولې شي نو دې سره به بهتري راشي٬ سر?? د ??حدود وسائلو د كوسټ ګارډز كار د ستائنې وړ دے٬ مونږ به كه پاك پروردګار ته منظور وي د كوسټ ګارډز بنيادي مسئلې حل كړؤ۔ دې څخه وړاندې چې څه وخت داخله وز??ر د پاکستان کوسټ ګارډز هیډکوارټرز ته ورسېد نو د پاكستان كوسټ ګارډ ډي جي برېګډیئر غلام عباس ده ته تود هركلے ووے۔ وفاقي وز??ر د شهيدانو په يادګار د ګلونو څادر خپور كړو او فاتحه خواني يۍ وكړه۔ وروستو داخله وز??ر ته په پېشه ورو چارو بريفنګ وركړے شو۔ محسن نقوي د ادارې د پېشه ورې كاركردګۍ ٬ د ځوانانو د لوړې حوصلې او د نشائي توكو مخنيوي سره اړوندو هڅو ستائنه كولو سره ووئيل پاكستان كوسټ ګارډز په بر او بحر كښې په يو وخت خپلې ذمه وارۍ ترسره كوؤنكې يوازينې فورس دے كوم چې نه يوازې د امن په زمانه كښی بلكې په كوم هم سخت يا جنګي صورتحال كښې مهم كردار ترسره كوي۔ ده د حكومت لخوا پاکستان کوسټ ګارډز لا فعاله كولو او مضبوط جوړولو ل?? د ??ر ممكنه مرستې باور وركولو سره ادارې لپار?? د ??ېكو هيلو څرګندونه هم وكړه۔
قاچاق د هيواد معيشت زيانمن كوي ٬ كوسټ ګارډز د دې مخنيوي كښې مهم كردار ترسره كولے شي٬ داخله وزير
Royal Lion Entertainment official link
مضمون کا ماخذ : ولف گولڈ