اسلام آباد۔ 9 اګست (اے پي پي) د دفاع وزير خواجه محمد آصف پیرس اولمپکس كښې د ارشد ندیم به په غوره كاركردګۍ او كاميابۍ پېرزوئنې ؤړاندې كولو سره وئېلي دي ارشد ندیم د هېواد نامه په وياړ سره هسكه كړې، د دريو لسيزو نه وروستو د ګولډ میډل تر لاسه كول يو لوے اعزاز دے، حکومت او د دې ایوان ذمه واري ده چې په سپورټس ایسوي ایشنز كښې د ساست خاتمه وكړي۔ د جمعې په ورځ د قامي اسمبلۍ په غونډه كښې د خبرو په مهال خواجه آصف د مسجد نبويۖ د امام هركلي كولو سره ووئيل په ايوان كښې د دوي تلاوت زمونږ لپاره د سعادت او خوشحالۍ خبره ده۔ ده د سعودی سفیر نواف سعید المالکي هم هركلے وكړو۔ ده ووئيل چې تېره شپه په پېرس اولمپكس كښې ارشد ندیم د هېواد سر په فخر هسك كړې او د دريو لسيزو نه وروسته ??ې ګولډ مېډل ګټلے دے۔ ده ووئيل دلته لوبغاړو ته ?? حكومت لخوا سهولتونه نه ترلاسه كېږي٬ په سپورټس ایسوسی ایشنز ك??ې ډېر زيات سياست دے هم دا حال د اولمپک ایسوسی ایشن هم دے۔ ده ووئيل دا د حكومت او د دې ايوان هم فرض دي چې په سپورټس ایسوسي ایشنز كښې د سياست خاتمه وكړي۔
خواجه محمد آصف پیرس اولمپکس كښې په غوره كاركردګۍ ارشد ندیم ته پېرزوئنې وړاندې كړې
Hell Hot Integrity Entertainment APP
مضمون کا ماخذ : پاکستان کی لاٹری کی تاریخ