اسلام آباد۔10ستمبر(اے پی پی) د منصوبه بن??ۍ وفاقي وزير احسن اقبال په مشرۍ كښې د ګل په ورځ غونډه كښې د تحلیل شوې ادارې پی ډبلیو ډی تر انتظام لاندې د روانو پرمختيائي منصوبو صوبائي حكومتونو ته د منتقل ??ول?? عمل ګړندي پرېكړه وكړې شوه۔ په غونډه كښې د منصوبه بندۍ سېكرټري او د بېلو صوبو اعلی چارواكو ګډون وكړو۔ په غونډه كښې په دې خبره اتفاق وكړے شو چې پي اېس ډي پي منصوبې دې زر تر زره صوبائي حكومتونو ته منتقل كړې شي دغسې چې په دې منصوبو كار روان وساتلے شي۔ د منصوبه بن??ۍ وفاقي وزير ووئيل يوازې منصوبې صوبو ته منتقل كولې شي او دې منصوبو ته به د پي اېس ډي پي لاندې وركړې كېدونكې فنډ??ګ روان وي۔ ده صوبو ته هدايت وكړو چې هغوي دې د يوې اونۍ دننه د منتقل كېدونكو روانو منصوبو په ??ړه مونږ خبر كړي۔ په وفاق كښې د پي ډبليو ډي روانې منصوبې به هم سي ډي اے او اړوندو وزارتونو ته منتقل كولې شي۔ احسن اقبال ووئيل بلوچستان په دې ??ړه خپل كار تر ټولو وړاندې بشپړ كړے او پاتې صوبو له به خپل كار د يوې اونۍ دننه بشپړول وي۔ ده ووئيل دې پرېكړې سره هيله ده چې پرمختيائي منصوبې په وخت ترسره شي او اولس ته به ګټه ورسي
د وفاقي وزير احسن اقبال په مشرۍ كښې غونډه ٬ د پي ډبليو ډي منصوبې صوبو ته د منتقل كولو عمل ګړندي كولو پريكړه
इलेक्ट्रॉनिक सिटी ईमानदार मनोरंजन लिंक
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کے نتائج