اسلام آباد۔31اکتوبر(اے پی پی) وزيرا??ظم شهباز شريف د نومبر په اولنۍ او دويمه نېټه د چين دوره كوي٬ وزيرا??ظم ته د دې دورې بلنه د عوامي جمهوريه چين ري??ست كونسل وزيرا??ظم لي كيچيانګ وركړې ده۔ د خارجه دفتر وياند لخوا د جاري شوي بيان له مخې د روان كال اپرېل مياشت كښې د وزارت عظمی منصب سنبالولو څخه وروستو دا د وزيرا??ظم شهباز شريف د چين اولنۍ دوره ده ٬ وزیر ا??ظم د تېرې ستمبر مياشتې په 16 مه نېټه په ازبكستان كښې د چين صدر شي جن پنګ سره هم ملاقات كړے وو۔ د چين د كميونسټ پارتۍ تاريخي 20 مې نېش??ل كانګرېس غونډې څخه وروستو وزيرا??ظم د چين دوره كوؤنكو اولنيو لارښودو كښې شامل دے۔ وزيرا??ظم به د چين صدر شي جن پنګ سره ملاقات او وزيرا??ظم لي كيچيانګ سره د پلاويو په كچه خبرې كوي۔ د وزیر ا??ظم شهباز شریف د دورې په مهال به فريقېن د دوه اVخيزه ستراتيجيكي همكارۍ جاج اخلي او په سيمه ايز او نړيوال پېش رفت به د خيالاتو څرګندونه كوي۔ په بيان كښې دا هم وئيلې شوي دي چې په دې دوره كښې د مفاهمت د يو شمېر لوظنامو لاس ليك كېدو امكان دے۔ بلخوا هيله ده چې په دې مهال په پراخا كچه د دوه اړخيزه مرستې ايجنډه مخ په وړاندې بوتلې شي او د سي پېك جوائنټ كوآپرېشن كمېټۍ د اكتوبر په 27 مه نېټه د شوې غونډې په تناظر كښې په سي پېك منصوبه د مرستې رفتار مستحكم كړے شي۔
وزيراعظم شهباز شريف د نومبر په اولنۍ او دويمه نېټه د چين دوره كوي٬ د خارجه دفتر وياند
Turkish Speed Blackjack Online Entertainment
مضمون کا ماخذ : لافانی رومانس