د اطلاعات او خپرونو وزارت او د پي آئي ډي خصوصي پراجيکټ”پاکستان انفارميشن سينټر” تر سېوري لاندې د اسلام آباد خبريالانو لپاره د تربيې دوه ورځنc وركشاپ پائې ته ورسېد
Mahjong gameplay APP download
APP41-291222
ISLAMABAD: December 29 ?? Group photo of the participants of two-day training workshop with guest speaker organized by Pakistan Information Centre of Press Information Department at Information Service Academy. APP/BB
اسلام آباد 29 دسمبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وزارت او د پي آئي ډي خصوصي پراجيکټ”پاکستان انفارميشن سينټر” تر سېوري لاندې د اسلام آباد نوو او مډ كيئريئر خبريالانو لپاره د تربيې دوه ورځنے وركشاپ د زيارت په ورځ پائې ته رسېدلے دے چې موضوع ئې د” فيك نيوز او په دروغو د آډانه بيانيې مخ نيوے او مقصد ېې ګډون كوٶنكي د فېك نيوز او د منفي پروپېګنډې مخنيوي د ضرورت او اهميت نه خبرول وو۔ د دوه ورځني وركشاپ پرانسته د اطلاعات او خپرونو وفاقي سېكرټرې شاهيرا شاهد كړې۔ په وركشاپ كښې د خېبر ټي وي ډائرېكټر حسن خان ٬ د راډيو پاكست??ن پخوانې ډائرېكټر جنرل مرتضيٰ سولنګي٬ د انفارمېشن سروسز اكېډمۍ ډائرېكټر جنرل سعيد احمد شېخ سره سره سيد مبشر توقير شاہ او د نېشنل پرېس کلب صدر انور رضا ګډون وكړو او ګډون كوٶنكو له ئې سندونه وركړل۔ د دې نه پس ګېسټ سپيكرز ته يادګاري شيلډز وركړے شول ٬ دغسې سيد مبشر توقير شاه د نېشنل پرېس كلب صدر انور رضا ته هم يادګاري شيلډ وركړو۔ د ورکشاپ ګډون كوٶنكو د اطلاعات او خپرونو وزارت او د پي آئي ډي د دې اقدام ستائنه وكړه او په مهمو موضوعاتو ئې د تربيې د وركشاپس سلسله د دوامداره ساتلو په ضرورت زو?? رواړو