اسلام آباد 06 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي چې په سويډن كښې د لوي اختر په ورځ د قرآن كريم د بې حرمتۍ پارونكې كارروايۍ مقصد مقصد مسلمانان او مسيحيان خپل مېنځ كښې د جنګولو سازش دے٬ د دې چې څومره هم غندنه وشي كمه ده٬ په سويډن كښې رامخې ته شوې پېښه د غندې وړ ده٬ دې پېښې سره د اربونو مسلمانانو زړه ازار كړې شوې، م??نږ د ټولو مكتبه فكر احترام كوٶ دغسې چې څوك زم??نږ په مقدس كتاب ګوته پورته نه كړې شي٬ م??نږ د رايې آزادۍ په ضد نه يو٬ خو د دې تر نامې لاندې د چا د مذهب او د مقدس شخصياتو د بې حرمتي٬ پروپېګنډې او زهر خپرولو د نړۍ يو قانون اجازه نه وركوي، م??نږ اسلامي نړۍ سره په ګډه يو مضبوط غږ پورته كول غواړو۔ د ز??ارت په ورځ د پارلمان شريكې غونډې ته خپله وېنا كښې وزيراعظم ووئيل په دې وروستيو كښې په سويډن كښې د قرآن كريم د سوځولو په ناوړه پېښه نن م??نږ دلته مات زړه سره ر??غونډ شوې يؤ، په دې ناوړه حركت اسلامي نړۍ سخت غم او غصې سره مخ ده٬ د دې غونډې د لارې د بشپړه اسلامي نړۍ او د پاكستاني اولس جذبات ټولې نړۍ ته په يو آواز رسول غواړو، شريكه غونډې دې د دې قبيح حركت نه يوازې غندنه وكړي بلكې داسې اقدامات او سفارشات دې هم تجويز كړي چې ورسره په سباٶن كښې د دا ډول ناوړه پېښو مخنيوي وكړې شي۔ ده په دې لړ كښې سپيكر ته د كمېټۍ جوړولو تجويز هم وړاندې كړو او وې وئيل چې دا سفارشات به م??نږ نه يوازې د پاكستان اړوندو ادارو بلكې د نړۍ بېلا بېلو فورمونو ته هم رسوٶ دغسې چې تر قيامته دا ډول پېښې بيا رامخې ته نه شي۔ وزيراعظم ووئيل قرآن کريم د الله تعاليٰ وروستې کتاب دے كوم چې زم??نږ په خوږ نبي حضرت محمدۖ نازل شوې٬ دا د قرآن كريم ح??مت دے٬ چې ټولې نړۍ ته د امن٬ مينې٬ ايثار ٬صبر او زغم تلقين كوي، په قرآن کريم كښې د حضرت مريم او حضرت عيسی ٰ علېهما السلام پشمول د يو شمير نبيانو ذكر راغلے دے ٬ د مسلمان په توګه نه يوازې حضرت عيسيٰ د پاك پروردګار نبي ګڼو بلكې د دوي د مذهب او كتابونو هم احترام كوٶ، ما چرته داسې پېښه نه ده ليدلې چې په پاكستان كښې كله هم د بائبل بې حرمتي شوې وي٬ م??نږ د ټولو مذهبونو احترام كوٶ دغسې چې څوك زم??نږ مقدس كتاب ته ګوته ونه نيسي۔ وزيراعظم ووئيل د اسلام په ضد ??صد??ً د دا ډول اشتعال انګيزۍ مقصد مسلمانان او عيسائيان خپل مېنځ كښې د جنګولو سازش دے د دې چې څومره هم غندنه وشوي كمه ده۔ وزيراعظم ووئيل دا ډېره د افسوس او غندنې وړ خبره ده چې د سويډن پوليس يو خبيث ته د قرآن پاك د بې حرمتۍ اجازه وركړې٬ چا دا سوچ هم نه ٶ كړې چې په يوه معاشره كښې به پوليس پخپل امنيت كښې يو خبيث او لعنتي ته د دې ناوړه حركت اجازه وركړي۔ وزيراعظم ووئيل دا ايوان د سويډن د پوليس بشپړه غندنه كوي٬ ټولې نړۍ ته دا وائي چې دا ناقابل برداشت عمل دے، وزيراعظم ووئيل نبي کريم ۖ او د قرآن کريم په حرمت خپل ځان او خپل مال حال قربانول زم??نږ د ايمان برخه ده٬ ګرد هېواد كښې كه په سويډن كښې په ر??مخې ته شوې پېښه يو سولييز لاريون ويستلې شي نو د دې هرګز دا مطلب نه دې چې م??نږ كمزورې يو او م??نږ له ځواب وركول نه ر??ځي۔ وزيراعظم ټول قام ته اپيل وكړو چې ھغوي دې (نن) د جمعې په ورځ د جمعې لمونځ نه پس ګرد هېواد كښې يو آواز او يوالي سره احتجاجي لاريون وباسۍ دغسې چې نړۍ وويني چې دا ډول د نه زغملو وړ حركت كه بيا لپاره د كولو هڅه وشوه نو بيا به زم??نږ نه ګيله نه كوئ۔ وزيراعظم ووئيل په سويډن كښې د پارونكې پېښې په شا چې كوم ذهنيت دے ھغه په عيسائي او اسلامي نړۍ كښې تقسيم پېدا كول غواړي، م??نږ له دا خبيث تن او د ده خباثت د عبرت نښه جوړول پكار دي۔ وزيراعظم ووئيل په دې لړ كښې م??نږ قانوني كاورائي كوٶ او دې لپاره بهترين فورم او آئي سي دے، زم??نږ په درخواست او آئي سي نه يوازې غونډه ر??بللے ده بلكې قرارداد ئې هم منظور كړې او تجويزونه ئې هم وركړي، په دې لړ كښې م??نږ د سعودي عرب او اسلامي نړۍ مننه كوٶ۔ وزيراعظم ووئيل ټولې اسلامي نړۍ له به په دې ناوړه حركت غږ پورته كول وي۔ ده ووئيل اګرچه د سويډن حكومت د دې ناوړه پېښې غندنه كړې ده كوم چې ښه خبره ده خو سوال دا دې چې دا پېښه ر??مخې ته كېدو ته ولې پرېښودې شوه، دا يو سواليه نشان دے كوم لپاره چې به د سويډن حکومت خپل پوزيشن كليئر كول وي او ځواب به وركول وي۔ وزيراعظم ووئيل په سويډن كښې د دې نه وړاندې هم دا ډول ېپښې رامخې ته شوې دي دا ??صد??ً د اشتعال انګيزۍ خپرولو سازش دے۔ وزيراعظم د نيوزي لېنډ پخوانۍ وزيراعظمې جيسنډرا آرډرن ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل په عيسائي نړۍ كښې داسې مشران هم شته چا چې د مسلمانانو په ضد د تشدد د پېښو نه پس نه يوازې په نيوزي لېنډ كښې مسلمانان ځان ته نزدې كړي او په دوي يۍ شفقت كړې بلكې د مسلمانانو په مذهبي اخترونو كښې يۍ خپله ګډون كولو سره دوي ته امنيت هم وركړے۔ دا ډول مشرانو زم??نږ ډاډګيرنه كوي۔ ټوله اسلامي نړۍ جسينډرا آرډرن يادوي چا چې د مسلمانانو او عيسائيانو ترمېنځه دائمي امن لپاره په موثره ډول كار كړې۔ وزيراعظم ووئيل د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر سره د رابطې هڅې كوٶ او ھغوي څخه به د غونډې رابللو مطالبه كوٶ، په دې غونډه كښې دې د اسلامي نړۍ مشران نه يوازې د غندنې قراردادونه منظور كړي بلكې بيا لپاره دې داسې هېوادونو ته خبردارې هم جاري كړي۔ وزيراعظم ووئيل پوپ فرانسس د دې پېښې غندنه كړې ده او دې څخه ئې د لا تعلقۍ څرګندونه كړې ده په دې م??نږ د ھغه هم مننه كوٶ، دا يو مثبت قدم دے دې سره به د مسلمانانو غصه په سړولو كښې مرسته ترلاسه شي۔ وزيراعظم ووئيل دا ايوان به هم په يوه خله قرارداد منظور كړي، د دوي دا فرض جوړېږي ھغوي به دا نه يوازې د سويډن حكومت ته بلكې ټولې نړۍ ته ر??وي٬ خارجه دفتر هم په موثره ډول په سفارتي محاذ خپل كردار لوبوي۔
سويډن كښې د قرآن کريم د بې حرمتۍ پارونكې کارروايۍ مقصد د مسلمانانو او مسيحيانو خپلو كښې د جنګولو سازش دے٬ دې پېښې سره د اربونو مسلمانانو زړه ازار شوې٬ د وزيراعظم شهباز شريف د پارلمان شريكې غونډې ته وېنا
مضمون کا ماخذ : sorteios quina