اسلام آباد 03 اکتوبر (اے پي پي) ??اک??تان او ماليزيا تجارت، سرمايه کاري، دفاع، زراعت او په نورو څانګو كښ?? دوه اړخيزه مرستې زياتولو ته صلاح يوه كړې او د غزه او د کشمير پشمول د سيمه ايزو چارو په اړه يې د خپل قوي دريځ پخلے كړے۔ دا خبره وزيراعظم شهباز شريف او د ماليزيا وزيراعظم انور ابراهيم ترمېنځه د زيارت په ورځ په وزيراعظم هاٶس كښ?? د يو په يو ملاقات او د پلاويو په كچه د خبرو نه وروستو خبري كنفرنس ته كړې٬ دواړو مشړانو ميډيا ته ووئيل زمونږ په خبرو اترو كښ?? د دوه اړخيزه ګټې په يو شمېر څانګو كښ?? مرستې سره سره د فلسطين او کشمير پشمول سيمه ايزو او نړيوالو چارو پلو پام ګرځولے شوے٬ دواړه مشران دوه اړخيزه تجارت ته د ودې وركولو د هڅو په لړ كښ?? دې خبرې ته صلاح شوي چې د دواړه هېوادونه به په كلنه توګه د 200 ملين ډالرو حلاله غوښه او 100,000 ميټرك ټن باسمتي وريژې برآمد كوي٬ د ماليزيا او ??اک??تان ترمېنځه مجموعي تجارت 1.4 بلين ډالر ٶ چې پكښې پام آئل، ملبوسات، رخت، ک??مي??ل او په ک??مي??ل آډانه څيزونه او اليکټرك او اليکټرانك څيزونه شامل دي٬ د يادونې وړ ده په سوئيلي اسيا هېوادونو كښ?? ??اک??تان د ماليزيا درېم لوي تجارتي شركتدار دے ۔ وزيراعظم شهباز شريف ووئيل د ??اک??تان باسمتي وريژو په برآمد د خيالاتو څرګندونې نه علاوه د دواړو ترمينځه د پاكستان او ماليزيا د په كلن بنياد د 200 ملين ډالرو د حلالې غوښې برآمد كولو په امكانات هم د خيالاتو څرګندونه شوې ٬ ده باور وركړٶ چې ??اک??تان به په معيار هېڅ سمجهوته نه كوي۔ ده ووئيل د ماليزيا وزيراعظم پاكستان څخه د وريژو په درامد كښ?? خنډان لرې كولو هم باور راكړے۔ وزيراعظم شهباز شريف ووئيل تجارت او سرمايه کارۍ كښ?? اضافې نه علاوه دفاع، سېلګرۍ، زراعت، ګرين انرژي، هنر مند افرادي قوت او ځوانان اختيار منده جوړولو په څانګو كښ?? د لا مرستې لارې لټولو لپاره يوه په زړه پورې غونډه شوې۔ ده ووئيل ډلې په دې خبره متفق شوي چې دواړه هېوادونه په مشتركه توګه به تجارت او سرمايه كارۍ كښ?? د مرستې نوې كچې لپاره هلې ځلې كوي دغسې چې د دواړو هېوادونو روښانه سباٶن باوري كړې شي۔ ده د دواړو هېوادونو ترمېنځنه دفاعي او د امنيتي مرستې لا زياتولو لپاره د خپلې مرستې باور وركولو سره ووئيل دا مهال ماليزيا كښ?? زده كړه كوٶنكي د زرګونو په شمېره پاكستانيان به په اولسي كچه د رابطو په مضبوطولو كښ?? مرسته وكړي۔ ده ووئيل د ماليزيا پرمختګ د ټولو اسلامي هېوادونو لپاره د رول ماډل په توګه وړاندې كول پكار دي چرته چې نېغ په نېغه غېر ملكي سرمايه كاري او برامدات كښ?? اضافه روانه ده۔ ده ووئيل دواړو ډلو په غزه كښ?? په زړه دړدېدونكي صورتحال هم د خيالاتو څرګندونه وكړه چرته چې بې ګناه ماشومان٬ مېرمنې او ځوانان شهيدان كېږي۔ دوي ووئيل د اسرائيل ځواكونو لخوا غېر معمولي نسل كشي او د قتل عام له مخې په غزه كښ?? ښارونه ړنګولې كېږي او دواړو ډلو په سمدستي توګه په جنګ بندۍ هم زور راوړو۔ وزيراعظم شهباز شريف ووئيل دواړو ډلو د كشمير په كشاله هم د خيالاتو څرګندونه وكړه چرته چې د تېرو څو لسيزو راهېسې د لويو قربانيو وركولو باوجود ځائي اولس د خپلواكۍ حق څخه محروم ساتلې كېږي، د زرګونو په شمېر كشميريان شهيدان كړې شوي او زيات كسان په تهرډ كلاس زندانونو كښ?? نظر بند دي او هغوي ته سختې سزاګانې وركولې كېږي۔ دوي هيله څرګنده كره چې د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قرارردادنو او د كشميريانو هيلو له مخې به دوي ته د خپلواكۍ حق ډېر زر ترلاسه شي۔ وزيراعظم انور ابراهيم ووئيل دواړو هېوادونو په شمېر چارو اتفاق كړے او په پرېكړو ئې په تندۍ سره عملدرامد باوري كولو لپاره په اكتوبر كښ?? په کوالالمپور كښ?? د مشتركه كمېشن په غونډه كښ?? په دې د خبرو كولو پرېكړه كړې۔ ده باور وركړو چې د دواړٶ هېوادونو ترمېنځه به اقتصادي مرسته قوي كولو لپاره ډېر زر په كراچۍ كښ?? ملايئشن ټرېډ آفس پرانستلې شي۔ ده ووئيل ماليزيا د آئي ټي، م??نو??ي ذهانت او سيمي کنډکټر پشمول په بېلا بېلو څانګو كښ?? د نور هنر مند افرادي قوت په لټون كښ?? دے
پاکستان او ماليزيا تجارت او سرمايه کارۍ كښې مرستې زياتولو ته صلاح شول ٬ د غزه او کشمير پشمول د سيمه ايزو چارو په اړه د خپل قوي دريځ پخلے٬ د وزيراعظم شهباز شريف د ماليزيا خپل همڅنګ انور ابراهيم سره خبري كنفرنس
مضمون کا ماخذ : prêmios dupla sena