اسلام آباد 01 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف پاکستان كښې د بينائۍ نه د محرومٶنكې رنځ “ټريکوما” د خاتمې اعلان لويه كاميابي ګرځولو سره وئيلي دي په وخت درملنه او مناسب احتياط سره د كروړونو خلقو ژوند بچ شوے ، حکومت، اېن جي اوز، پوهان او د ډب??يو اېچ او پشمول د ټولو ادارو د هلو ځلو د لارې دا كاميابي ترلاسه شوې٬ دا ډول اجتماعي هلو ځلو سره په هره څانګه كښې كاميابي ترلاسه كېدې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ پاکستان ټريکوما فري هېواد ګرځولو په اړه دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ د يادونې وړ ده ټريکوما يو داسې رنځ دے كوم چې د کليمائډيا ټريکوميټيس بيکټيريم د انفيکشن په سبب پېدا كېږي او كه په وخت علاج ونه كړې شي د دې په نتيجه كښې په مستقل توګه سړے ړوند كېدې شي۔ د صحت ن??يو??لې دارې (ډب??يو اېچ او) پاکستان څخه د بينائۍ نه د محرومونكې رنځ “ټرېكوما” د خاتمې اعلان كړے او ډب??يو اېچ او لخوا د ټريکوما فري کنټري چيټۍ وزيراعظم ته سپارلې شوې٬ پاكستان دې تاريخي ??نګ ميل ته رسېدونكے په ن??يو??له كچه 19م هېواد ګرځېدلے۔ وزيراعظم ووئيل د ټريکوما د خاتمې اعلان پاکستان لپاره خوشبينه دے٬ حکومت، اېن جي اوز، پوهان او د ډب??يو اېچ او پشمول د ټولو ادارو د هلو ځلو د لارې دا كاميابي ترلاسه شوې۔ ده ووئيل په وخت درملنه او مناسب احتياط سره د كروړونو خلقو ژوند بچ شوے، هيله لرو چې دا رنځ به بيا كله هم په هېواد كښې سر پورته نه كړي، احتياطي عمل روان ساتل پكار دے او د دې بايد سخته نګراني وكړې شي۔ ده ووئيل د پو??يو خاتمه وړومبے ضرورت دے٬ پاکستان كښې د هيپاټائټس رنځورانو شمېره زياته ده ٬ په پنجاب كښې د دې موثره علاج شوے ٬ د وزيراعليٰ په مشرۍ كښې په دې لړ كښې پروګرام روان دے٬ دغسې په نورو صوبو كښې هم په دې لړ كښې كار روان دے، وفاقي حکومت به په دې لړ كښې هر ډول ممكن مرسته كوي۔ ده ووئيل د ډب??يو اېچ او عزم او هلو ځلو ته پېرزوئنې وړاندې كوم او د دوي مننه كوم۔ وزيراعظم ووئيل مونږ له به ځان دې چلېنجونو له چمتو كول دي٬ خپل تکنيکي صلاحيتونه او پوهه به باوري كول وي٬ چې محکمې، افسران، ډاکټر او فيلډ افسران ټول په ګډه كار وكړي نو د ټريکوما غوندې د ژوند په هره څانګه كښې كاميابي ترلاسه كېدې شي۔ په دې موقع قامي صحت لپاره د وزيراعظم کوآرډينيټر ډاکټر مختار احمد بھرتھ سره سره د ټرېكوما ټاسك فورس چيئرمېن پروفېسر ډاكټر محمد ا??لم او د ډب??يو اېچ او مشر ډاکټر لوو دا پنګ هم وېنا وكړه
پاکستان څخه د بينائۍ نه د محرومونكې رنځ “ټرېكوما” د خاتمې اعلان لويه كاميابي اقدام ده ٬ د دا ډول اجتماعي هڅو د لارې په هره څانګه كښې كاميابي ترلاسه كېدې شي۔ د وزيراعظم شهباز شريف دستورې ته وېنا
مضمون کا ماخذ : apostas lotofácil