د صدر مملكت آصف علي زرداري د لنډي كوتل پريس كلب صدر خليل جبران د وژنې پيښې سخته غندنه


اسلام آباد۔19جون(اے پی پی) صدر مملكت آصف علي زرداري د لنډي كوتل پريس كلب صدر او د خيبر ټي وي خبريال خليل جبران د وژنې پيښې سخته غندنه كړې ده۔ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې صدر مملكت د خليل جبران د وژنې په پېښه د غم دړد او افسوس څرګندونه كړې او وئيلې يۍ دي چې د خليل جبران وژونكي انصاف سره مخ كولو له به ټولې ممكنه هڅې كول وي۔ صدر مملکت ووئيل په پاكستان كښې د خبريالانو تحفظ لپاره اقدامات كول ضروري دي۔ صدر مملكت غمجنې كورنۍ سره غمرازي او دوئي لپاره د صبر او زغم دعا وكړه۔