نيويارك 26 ستمبر (اے پي پ??) وزيراعظم شهباز شريف او د ن??يوال بېنك صدر اجے پال سنګھ بنګا د كال 2025 وژن او او د ملګرو ملتونو د تل پاتي پرمختګ هدفونو له مخې د پاکستان پرمختيائي هدفونو سر كولو لپاره د خپل عزم پخلے كړے۔ د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس پريس ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم شهباز شريف سره د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ غون??ې په موقع د ن??يوال بېنك صدر اجے پال سنګھ بنګا وليدل۔ په دې موقع د خزانې وزير اورنګزيب هم موجود ٶ۔ په ملاقات كښې وزيراعظم د ن??يوال بېنك د پاكستان حکومت سره اقتصادي اصلاحات، په غربت كښې كمے او د بنيادي ډهانچې پرمختګ پشمول د پاكستان د معاشي چيلنجونو مخنيوي لپاره د مرستې ستائنه وكړه ۔ وزيراعظم د ن??يوال بېنك صدر د حکومت پاليسو، انتظامي او تنظيمي اصلاحات پحقله د پورته كړے شوو ګامونو نه هم خبر كړو۔ ده ووئيل حکومت د توان، ماليات او محصولات په څانګو كښې اصلاحات كړي۔ ده ووئيل د پاكستان حکومت معاشي اصلاحات بشپړولو لپاره به د ن??يوال بېنك د مرستې هركلے كوي۔ ده د آبي نظام، توان او د بشري پرمختګ پشمول د پاكستان پرمختيائي منصوبو لپاره د جديد مالياتي حل په لټولو زور راوړو۔ دغسې وزيراعظم د ن??يوال بېنك صدر د كال 2025 وژن او د ملګرو ملتونو د تل پاتي پرمختګ هدفونو له مخې د پاکستان پرمختيائي هدفونو سر كولو لپاره د خپل عزم پخلے وكړو۔
وزيراعظم شهباز شريف او د ورلډ بېنك صدر د كال 2025 وژن او د ملګرو ملتونو د تل پاتي پرمختګ هدفونو له مخې د پاکستان پرمختيائي هدفونو سر كولو لپاره د عزم پخلے وكړو
مضمون کا ماخذ : bolão lotofácil