اسلام آباد۔9 ستمبر(ا?? پی پی) د كشمير ٬ ګلت بلتستان چارو او سېفران وفاقي وزير او د مس??م ليګ نون خېبر پښتونخوا صوبائي صدر انجینئر امیر مقام وئيلي دي چې اولس د پي ټي آئي جلسه مسترد كړه٬ پي ټي آئي سياسي ګوند نه بلكه انتها خوښی ډله ده۔ د ګل په ورځ په اسلام آباد كښې د پي ټي آئي په ناكامه اولسي غونډه خپل غبرګون كښې وفاقی وز??ر ووئيل د پی ټی آئی د مؤسس بچي په برطانيه كښې مېشته دي او د نورو بچي فسادات كولو له پاروي۔ ده و??ئيل اولس ته معلومه ده چې پي ټي آئي په مركز كښې درې نيم كاله او صوبه كښې 11 كاله ضائع كړل۔ ده و??ئيل د پي ټي آئي په اولسي غونډه كښې ګډون كوؤنكو په پوليس كانړي ورولي۔ ده و??ئيل پي ټي آئي د هېواد په سوكالۍ خفه دے له دې كبله هغه 9 مئي تكرارول غواړي۔ ده و??ئيل د 9 مئی پېښې د پي ټي آئي منفي ايجنډا په ډاګه كړې وه۔ وفاقی وز??ر ووئيل قانون بايد ټول لپاره يو ډول وي او د دا ډول پېښو ذمه وار بايد سختو نتيجو سره مخ كړې شي۔ ده و??ئيل د خېبر پښتونخوا صوبې وزيراعلی دې د وخت ضائع كولو په ځاے صوبې ته پام وګرځوي٬ د كے پي كے حكومت خپلو وزيرانو د كرپشن او ناقصه ګورنرنس په ضد وئيل پیل كړي دي۔
اولس د پي ټي آئي جلسه رد كړه ٬ پي ټي آئي سياسي ګوند نه انتها خوښې ډله ده: انجينئر امير مقام
مضمون کا ماخذ : لوٹومینیا اکومولڈا