اسلام آباد 07 جون (اے پي پي) صدر ډاكټر عارف علوي وئېلي دي د ټن بلين ټري سونامي پروژې په نتيجه كښې به ماحول ښه شي او د شهدو مچو ساتونكې شعبه به وده ومومي٬د قدرتي ماحول تحفظ او بحالۍ لپاره د موسمياتي بدلون وزارت د اقدامات ستائنه كوو ۔ده دا خبرې د ګل په ورځ د ټن بلين ټري سونامي پروګرام په اړه د بريفنګ غونډې مشري كولو په مهال وكړې۔په غونډه كښې د وزيراعظم د موسمياتي بدلون خاص مرستيال ملك امين اسلم په هېواد كښې د لس اربه اونو نالولو د پروژې په اړه بريفنګ وركړو۔په دې موقع د زرعي باراني پوهنتون وائس چانسلر او نور اړوند چارواكي هم موجود وو۔صدر د موسمياتي بدلون وزارت اقدامات ستائېلو سره ووئيل په هېواد كښې د شهدو مچو ساتونكې څانكه كښې د روزګار موقعې راپیدا كولو او د زرمبادله ګټلو صلاحيت موجود دے٬د دې څانګې قوي كولو او دې ته د آسانې وركولو ضرورت دے۔صدر عارف علوي ووئيل د شهدو پیداوار زياتولو او د مچو حفاظت لپاره به ماحول ښه كول وي۔ده هيله څرګنده كړه چې د لس اربه اونو نالولو پروژې په نتيجه كښې به د هېواد ماحول ښه شي او د معياري شهدو پیداوار زياتولو له به هم مرسته تر لاسه شي۔صدر په دې لړ كښې د جديد آلات استعمالولو او د تربيې په ضرورت هم زور راوړو۔صدر ووئيل د شهدو برآمدات زياتولو لپاره ښه ماركيټنګ حكمت عملي او تصديقي عمل خپلول ضروري دي۔
د ټن بلين ټري سونامي پروژې په نتيجه كښې به ماحول ښه شي او د شهدو مچۍ ساتونكې شعبه به وده ومومي٬د قدرتي ماحول تحفظ او بحالۍ لپاره د موسمياتي بدلون وزارت د اقدامات ستائنه كوو ۔صدر ډاكټر عارف علوي
مضمون کا ماخذ : جنگل کا بادشاہ