اسلام آباد 09 اكتوبر (اے پي پي)د اطلاعات او خپرونو لنډ مهاله وفاقي وزير مرتضٰی سو??نګي د ټولنې څخه د عدم برداشت خاتمه كښې د فلمونو كردار رامخې ته كولو سره وئېلي دي د ښو فلمونو د ټولنې په بهترۍ كښې مهم كردار دے٬د فلمونو نه يواځې پخواني بلكې په روان دور كښې هم تاريخي كردار پاتې شوے٬ښه فلمونه شخړې په پرامن طريقې سره د حل كولو طريقه ښائي٬زمونږ ځوان كل د ډيجيټل ټېكنالوجۍ څخه ګټه پورته كوي ٬٬ځوانانو له د زده كړې عمل جاري او خپل تنقيدي صلاحيتونه ژوندي ساتل پكار دي۔ده د دې خيالاتو ??رګندونه د ګل په ورځ فاطمه جناح و??من يونورسټي تر سيوري لاندې”دوهم نقش ډيجيټل فلم فيسټيول 2023 ايوارډ تقسيم دستورې ته د وينا كولو په مهال ك??ې۔د اطلاعات او خپرونو لنډ مهاله وفاقي وزير ووئيل نقش ډيجيټل فلم فيسټيول د فاطمه جناح پوهنتون يوه مهمه هڅه ده٬د فلمونو نه يواځې پخوانې بلكې په روان وخت كښې هم مهم تاريخي كردار لري۔ده ووئيل ښه فلمونه د اخلاقيات په ښودلو شخړې په پرامن طريقه د حل كولو طريقه هم ښائي۔مرتضٰی سو??نګي ووئيل زمونږ ځوانان د ډيجيټل ټېكنالوجۍ څخه مستفيد كېږي٬ځوانان دې د زده كړې عمل جاري اوساتي۔ده ووئيل په فيسټيول ك??ې د فاطمه جناح و??من پوهنتون سره يو اېن اېف پي اے پشمول نورو نړيوالو ادارو شراكتدارو په ليدلو ډېر خوشحاله شوم ۔ده ووئيل پي ټي وي قامي نشرياتي اداره ده كومه چې په عظيم فيسټيول ك??ې شراكتداره ده ۔لنډ مهاله وفاقي وزير په فيسيټول ك??ې كاميابي ترلاسه كوونكو ته مباركي وركړه او د رنرز لپاره يې د نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔ده ووئيل ځوانانو له د زده كړې عمل جاري او خپل تنقيدي صلاحيتونه ژوندي ساتل پكار دي۔ده ووئيل پاكستان د سخت وخت څخه تېرېږي٬مونږ په ټولنه كښې ډېرو چېلنجونو سره مخ يو٬مونږ ټولو له به په ګډه پاكستان مخ په وړاندې بوتلل وي۔ده ووئيل د ايونټ په كاميابولو د فاطمه جناح پوهنتون او نورو شراكتدارو ډېره مننه كوم۔د اطلاعات وزارت دروازې د ځوانانو لپاره تل پرانستې دي او د اطلاعات وزارت به د فاطمه جناح پوهنتون سره هر ممكنه مرسته كوي
د ښو فلمونو د ټولنې په بهترۍ كښې مهم كردار دے٬ځوانان دې د زده كړې عمل روان اوساتي۔د اطلاعات او خپرونو لنډ مهاله وفاقي وزير مرتضٰی سولنګي د “دوهم نقش ډيجيټل فلم فيسټيول 2023 دستورې ته وينا
Caishen Sheng Entertainment Platform Entrance
مضمون کا ماخذ : لکی لیڈیز چارم