اسلام آباد 11 جنوري (اے پي پي) د اسلام آباد پشمول د هېواد په بېلا بېلو برخو كښې د باران سلسله پېل شوې كومه چې تر دوو ورځو د جاري پاتې كېدو امكان لري ۔ د موسميات محكمې له مخې (نن) د زيارت په ورځ اسلام آباد ، پوټھوهار، کشمير ، ګلګت بلتستان، خېبر پښتونخوا ، بره پنجاب كښې د باران او واورې ورېدو امكان دے۔ د تېرو 24 ساعتو په مهال د هېواد په زياتره سيمو كښې موسم وچ او يخ پاتې كېدو سره سره په قطبي لويديز بلوچستان ، خېبر پښتونخوا ، مېنځني او سوئيلي پنجاب او کشمير كښې باران شوے٬ په دې موقع په کالام، مالم جبه، مري، ګوپس ، دير او بګروټ كښې په ځينې سيمو كښې واوره ورېدلې ده۔ د تېرو 24 ساعتو په مهال د حرارت درجه په لهه كښې منفي 8٬ ګوپس كښې منفي 07٬ هنزه٬ پارا چنار كښې منفي 05٬ كالام منفي 04 او استور كښې منفي 03 ډګري سېنټي ګرېډ ريكارډ شوې