اسلام آباد 20 مارچ (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي چې مونږ غواړو چې د پاكستان د اصل روح جنګ لپاره د اولس د حاضرې ټول ريكارډونه مات شي. د اتوار په ورځ په ټويټر په خپل يو ټويټ كښې وزيراعظم عمران خان ووئيل چې د مارچ په 27مه نېټه په ډي چوك كښې د اولس د حاضرې ټول ريكارډ ماتول غواړو چې دغسې د پاكستان د اصل روح په جنګ كښې اولس په بشپړه توګه ګډون وكړي. ده ووئيل چې مونږ حق سره ولاړ يو، د سياسي مافياز لخوا لوټ كړې شوې دولت بچ كولو لپاره د سياستدانانو د ضمير اخستلو د بې شرمې د اقداماتو سخته غندنه كوو. وزيراعظم عمران خان په خپل ټويټ كښې د مارچ په 27مه نېټه په ډي چوك كښې د امر بالمعروف په موضوع د غونډې ” لوګو ” هم شريكه كړه.
مضمون کا ماخذ : موبائل سے لاٹری کھیلیں