رياض 25 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان د افغان اولس مرستې لپاره د افغانستان د منجمد اثاثو جاري كولو اهميت رامخې ته كولو سره ووئيل چې سوله ايز او مستحکم افغانستان د پاکستان او منطقې لپاره ډېر اهم دې،د انساني بحران لاره نيول٬ معاشي تباهۍ نه بچ كېدو او د افغانستان د اوږدې مودې پرمختګ او استحكام كښې مرستې لپاره د نړيوالې ورورولۍ مستقل او په زړه پورې خبرې اهم دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ په رياض كښې د مېنځني ختيز شاداب اقدام مشرانو غونډې په موقع د بحرېن خپل همڅنګ او ولي عهد شهزاده سلمان بن حماد بن عيسيٰ الخليفه سره په ملاقات كښې كړې۔ په دې موقع دواړو مشرانو د دواړو وروڼو هېوادونو ترمېنځه په بېلو څانګو كښې په نزدې مرسته د اطمينان څرګندونه وكړه۔ دوي د افغانستان د تازه ترين صورتحال پشمول د شريكې خوښې په بېلو چارو هم د خيالاتو څرګندونه وكړه ۔ وزيراعظم عمران خان د پاکستان او بحرېن ترمېنځه د ملګرتيا تاريخي او ژورې اړيكې رامخې ته كرې۔ په دسمبر كال 2019 كښې د بحرېن خپلې دورې حواله وركولو سره وزيراعظم د شريكو اړيكو لا دې لپاره د مستقل او لوړې كچې د رابطو په اهميت زور رواړو۔ وزيراعظم عمران خان زور راوړو چې سوله ايز او مستحکم افغانستان د پاکستان او منطقې لپاره ډېر اهم دے۔ په دې موقع دواړو مشرانو په بېلو څانګو كښې مرسته قوي كولو او د شريكې خوښې په ټولو چارو مشاورت جاري ساتلو لپاره سلا وكره۔ وزيراعظم عمران خان د بحرېن ولي عهد شهزاده سلمان بن حماد بن عيسيٰ الخليفه ته د پاكستان دورې بلنه هم وركړه او ولي عهد زر تر زره د پاكستان دورې كولو د عزم څرګندونه وكړه
وزيراعظم عمران خان سره د بحرېن خپل همڅنګ او ولي عهد شهزاده سلمان بن حماد بن عيسيٰ الخليفه وليدل
مضمون کا ماخذ : مڈاس گولڈ