د كشمير تر آزادۍ به د كشمير مقدمه په هر فورم او هر مېدان پورته كوؤ
د آزاد کشمیر ??در او وزیر ??عظ?? سره د آزادي كشمير رېلي مشري
اسلام آباد ۔ 01 اګست (اے پی پی) د كشمير كمېټۍ چيئرمېن شهريار خان آفريدي د آزاد كشم??ر پلازمينې مظفر آباد مركزي عيدګاه كښې اولس ته د خطاب كولو په مهال ووئيل د وزیر??عظ?? عمران خان په امر زه د اختر په موقع كشميري اولس سره د يو والي څرګندونې له راغلے يمه۔ ماسره د كشمير كمېټۍ غړ?? هم راغلې دي۔ شهریار خان آفریدی ووئيل وزیر??عظ?? عمران خان د کشمیر د حقيقي سف??ر په حېث د ګردې نړۍ په مهمو فورمونو د كشمير د آزادۍ مقدمه پورته كړې ده۔ مونږ كشمير لپاره هر ډول قربانۍ وركولو له چتو يؤ۔ ده ووئيل د كشمير مسئلې به كومه سودا كولې نه شي۔ د كشمير تر آزادۍ به د كشمير مقدمه پورته كوؤ۔ شهریار خان آفریدی ووئيل فاشسټ مودي حكومت ته دې دا معلومه شي چې مونږ د كشميريانو په تحريك كښې دوئي سره څنګ په څنګ ولاړ يؤ۔ ده ووئيل د كشمير تر آزادېدو به د كشمير مقدمه په هر فورم او هر مېدان پورته كوؤ۔ دښمن ته دې معلومه شي چې كشمير كاز لپاره د پاكستان اولس ٬ سياسي ګوند او د پاك پوځ په شمول ټول سټېك هولډرز يو موټي دي۔ شهریار آفریدی د آزاد كشمير وزير??عظ?? فاروق حېدر ا?? ??در سردار مسعود خان سره په ګډه كشمير لپاره د ويستلې شوي لاريون مشر?? هم وكړه۔