اسلام آباد 06 فروري (اے پی پی) د كورنيو چارو نګران وفاقی وزیر ډاكټر ګوهر اعجاز ??ئيلي دي نګران حكومت په ښه ډول خپلې ذمه وارۍ ترسره كړي،په امناكه او سپيځلو ټاكنو كولو به كومه سمجھوته ونه كړې شي ، په 8 فروري كيدونكو ټول ټاكنو كښې 12 كروړه څخه زيات ووټران به خپل ووټ كاسټ كوي۔ده د نهې په ورځ د اطلاعات او خپرونو نګران وفاقی وزیر مرتضی سولنګي او د كورنيو چارو وفاقی سیكرټری آفتاب اكبر درانی سره خبرې كنفرنس ته وينا كوله ۔ د كورنيو چارو نګران وزیر ډاكټر ګوهر اعجاز ??وئيل سندھ كښې دننه د ټاكنو تیارۍ رواني دي، كوم هم ګوندونه چې په سندھ كښې په ټاكنو كښې برخه اخلي هغوې د ډير وخت راهسې يو بل پيژني، امنيتي ادارې او ایډمنسټریشن موجود دے ،څوك هم قانون لاس كښې نه شي اخستلے۔ ده ووئېل مونږ ته د هغه چا څخه خطر رامخې ته دے كوم چې هېواد كښې عدم استحكام پیدا كول غواړي، امنيت لپاره زمونږ د پولیس په شا آرمډ ځواكونه هم ولاړ دي، دغسې زمونږ آرمی ټرینډ كمانډوز په بلوچستان كښې موجود دي۔ده ووئيل مونږ د باجوړ په پېښ?? ډير دړديدلې يو، زمونږ د يرولو لپار?? ډيرې حربې كارولې كېږي، ده ووئېل د پاكستان نام او عزت زمونږ د ميډيا په لاسو كښې دے ، د 25 كروړه اولس امانت د میډیا سره دے ، چې نیت پاك وي نو لوئې څښتن مرسته كوي ، نګران حكومت چې څه كړې هغه ستاسو په وړاندې دي۔نګران وفاقي وزیر ګوهر اعجاز ??وئيل 44 زره پولنګ اسټیشنې نارمل ډكلیئر شوي او 20985 پولنګ اسټیشنې حساس او 16766 پولنګ اسټیشن زيات حساس ګرځولے شوي، 2018 كښې په بيلو پېښو كښې 666 كسان مړه شوې و ؤ، هڅه كوو چې كوم ځاني زيان ونه شي۔،په ټول هېواد كښې 90 زره 777 پولنګ اسټیشنې جوړې دي ، په هر پولنګ اسټیشن به قانون ن??فذ كوونكې د لږ نه لږ 7 نه تر 8 كسان تعینات وي ، ټاكنو كښې به په 3 لیول امنيت وركولے شي ، پاك پوځ ډلې به د كیو آر ایف په توګه تعینات وي۔ ده ووئېل مونږ باور لرو چې ټاكنې به سپيځلې او امناكه وي ، نن ماښام خېبر پښتونخوا ته ځم ، وګړي دې په اطمینان ووت كاسټ كړي، زمونږ 5 لكهه 11 زره پولیس په فرنټ ولاړ دي ، د ټولو حفاظت زمونږ كار دے ،كومه ذمه واري چې د نګران سیټ اپ سره ده هغه به ترسره كولې شي۔ده ووئيل ما د كراچۍ او بلوچستان صورتحال كتلے، د كراچۍ په پېښه افسوس لرم ، بلوچستان كښې ترهه ګري يواځې د پاكستان نامه خرابوي ، ۔سندھ كښې دا ډول كوم صورتحال په نظر نه راځي چې سیاسی ګوندونه خپلو كښسې دښمني لري ، ده ووئېل بلوچستان كښې د پولنګ اسټیشنز ترمينځ?? ډيره فاصله ساتلې شوې ، صوبه كښې ټول كانديدان دې د ذمه وارۍ څركندونه وكړي۔ده ووئيل په 8 فروري د ټاكنو په اړه ډنډوري كېږي،د آئین له مخې هېواد به ټاكلي استازي چلوي۔
نګران حكومت په ښه ډول خپلې ذمه وارۍ ترسره كړي،په امناكه او سپيځلو ټاكنو كولو به كومه سمجھوته ونه كړې شي ۔ د كورنيو چارو نګران وزیر
Captain's Bounty Official Entertainment Link
مضمون کا ماخذ : لاٹوفاسیل