اسلام آباد۔15اپرېل(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف وئيلي دي په ګرانو تېلو چلېدونكې د بر??ښنا منصوبې به د تجديد وړ توان ته اړول وي ٬ د بر??ښنا د ترسيل استعداد زياتول ضروري دي٬ د ونډ ٬ پن بر??ښنا او د شمسي توان منصوبو په زړه پورې نتيجې به رامخې ته شي٬ حكومت د بر??ښنا د غلا مخنيوي كولو عزم لري٬ د بر??ښنا د غلا مخنيوي كښې د پنجاب كاركردګي د ډاډ وړ ده٬ نورې صوبې دې هم د بر??ښنا د غلام مخنيوي له كوټلي ګامونه پورته كړي٬ اېن ډي اېم اے دې د بارانونو د لاسه د شويو زيانونو ازالې له صوبو سره په ګډه بشپړه لائحه وضعه وكړي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ د بر??ښنا صورتحال سره اړوندې د لوړې كچې غونډې مشري كولو په مهال وكړه۔ په غونډه ??ښې د پاور ډویژن وفاقي وزير سردار اوایس احمد خان لغاری ، د اطلاعاتو وفاقی وزیر عطا تارړ، خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار ، د پټ??وليم وفاقی وزیر مصدق ملک، د اقتصادي چارو وفاقی وزیر احد چیمه، د دفاع وفاقی وزیر خواجه آصف او نورو اړوندو چارواكو ګډون وكړو۔ ده ووئيل د بېلو وزارتونو د كاركردګۍ جاج اخستلې شي۔ د معيشت په اړه يو شمېر غونډې شوي دي۔ په هېواد كښې بارانونه روان دي دې سره به ډېمونو ته هم اوبه راشي او د پن بر??ښنا پېداوار به زيات شي۔ د بارانونو د لاسه ځاني زيان هم شوے دے ٬ د اېن ډي اېم اے چيئرمېن ته هدايت شوے دے چې هغه صوبو سره په ګډه بشپړه لائحه وضعه كړي دغسې چې د بارانونو دلاسه چرته هم زيان شوے دے هلته د مرستې سامان ورسولې شي۔ وزيراعظم ووئيل د بر??ښنا د غلا مخنيوي كښې د پنجاب كاركردګي د ډاډ وړ ده٬ نورې صوبې دې هم د بر??ښنا د غلام مخنيوي له كوټلي ګامونه پورته كړي۔ وزيراعظم ووئيل د بر??ښنا د رسنې په نظام كښې ځينې خامۍ شته ٬ د رسنې نظام استعداد زياتولو له به د پوهانو خذمات ترلاسه كول وي۔ وزیراعظم ووئيل د اضافي بر??ښنا كارولو له هم بايد اقدامات وكړې شي۔ ده ووئيل د پن بر??ښنا زياتولو پلو به پام ګرځول وي۔ د بر??ښنا منصوبې به د تجديد وړ توان ته اړول وي ٬ د بر??ښنا د ترسيل استعداد زياتول ضروري دي۔ وزيراعظم ووئيل د ونډ ٬ پن بر??ښنا او شمسي توان منصوبو په زړه پورې نتيجې به رامخې ته شي۔ ده ووئيل مونږ له به خپل سسټم لا ښه كول وي ولې چې د 27 ارب ډالر درآمدات مونږ د خپلې بر??ښنا او د ټرانسپورت ضرورت ترسره كولو له كوؤ۔ ده ووئيل كه د بر??ښنا پېداوار لپاره مونږ متبادلې ذريعې وكارؤ نو د اربونو ډالر تېلو درآمد كولو بل كمېدې شي۔ ده ووئيل كه دې لپاره بشبړه منصوبه بندي وكړې شي نو مونږ ته به په سباؤن كښې د دې زيات ګټې ورسي۔
په ګرانو تيلو چليدونكې د بريښنا منصوبې به د تجديد وړ توان ته اړول وي ٬ د بريښنا د ترسيل استعداد زياتولو ته اړتيا ده ٬ وزيراعظم شهباز شريف
Buffalo Victory Entertainment Official Link
مضمون کا ماخذ : لاٹری کے بہترین ٹکٹ