اسلام آباد 19 ستمبر (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي د فرېب په سلوګن به د بلوچستان ځوانان لمسوونكې پخپلو ناوړه مقاصدو كښې بريالي نشي٬ په بلوچستان كښې د اولس د رياست په ضد د لمسولو سازش كېږې٬ پاكستان په جغرافيائي توګه يو تاريخي او د عظيمو طاقتونو په سنګم پروت دے٬ د بلوچستان محل و??وع د اهمت وړ ده٬ د پاكستان د رياست برخې په سبب په بلوچستان كښې سازشونه بيا بيا ناكامه شوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ په پاك چائنه فرينډشپ سينټر كښې د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزارت ترسېوري لاندې د مير هزار خان مري د “مزاحمت نه تر مفاهمت” په سرخط د عمار مسعود ليكلي كتاب د مخ كتنې دستورې ته وېنا كښې وكړه ۔ احسن اقبال و??ئيل بلوچستان كښې اولس د رياست په ضد د لمسولو سازش كېږې خو مير هزار خان مري په دې سازشونو پوهه شو او د مفاهمت او د يووالي په لاره روان شو۔ ده ووئيل زمونږ د ګاٶنډيانو هېوادونو هند٬ چين او ايران تاريخونه په پېړيو محيط دي او زمونږ تاريخ 77 كلن دے٬ پاكستان يو داسې هېواد دے كوم چې په يوه نظريه جوړ دے، د پاکستان بنياد په رنګ٬ نسل او جغرافيه نه بلكې په نظريه دے۔ وفاقي وزير ووئيل كه د يو حديث په رڼا كښې وكتلے شي نو دا هېواد يو امانت دے٬ په حديث كښې فرمائيلي شوي په ختيز كښې به ?? اسلام طاقت څرګندېږي ٬ په دا سبب زمونږ هېواد د دښمنانانو د سترګو ازغې دے۔ وفاقي وزير احسن اقبال زياته كړه چې بلوچستان د پاکستان د تندي ټيك دے٬ د فرېب په سلوګن به د بلوچستان ځوانان لمسوونكې پخپلو ناوړه مقاصدو كښې بريالي نشي۔ وفاقي وزير ووئيل عمار مسعو?? د ??تاب په ليكلو يوه مهمه فريضه ترسره كړې ٬ وفاقي وزير تجويز وړاندې كړٶ چې د دې ك??اب په بلوچۍ ژبه ژباړنه پكار ده ??غس?? چې بلوچ ځوانان د حقيقت نه خبر كړې شي۔ احسن اقبال وړاندېز وركړو چې د اطلاعات او خپرونو وزارت دې په دې ك??اب فلم جوړولو له اقدامات وكړي ??غس?? چې اولس اګاه كړے شي
د فرېب په سلوګن د بلوچستان ځوانان لمسوونكې پخپلو ناوړه مقاصدو كښې بريالي كېدې نشي۔ د وفاقي وزير احسن اقبال د مير هزار خان مري “د مزاحمت نه تر مفاهمت” د كتاب مخ كتنې دستورې ته وېنا
पीएस इलेक्ट्रॉनिक मनोरंजन विश्वसनीय प्लेटफार्म
مضمون کا ماخذ : sorteios quina