اسلام آباد 28 جولائي (اے پي پي)وزيراعظم م??مد شهباز شريف وئېلي دي تر كال 2030 د پاكستان څخه د هيپاټائټس ختمولو لپاره په ترجيحي بنيادونو اقدامات كوو٬ د هر يو كس به وړيا ويكسين او ??لاج باوري كولې شي٬د هيپاټائټس نړيوالې ورځې په اړه په خپل پېغام كښې وزيراعظم اولس ته خواست وكړو چې د هيپاټائټس څخه ځان ساتلو لپاره حفاظتي اقدامات وكړې ۔ويكسين نېشن او ??كرينګ ټېسټ و??ړې ۔د وزيراعظم دفتر مېډيا څانګې لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم ووئيل هر كال په ټوله نړۍ كښې د هېپاټائټس نړيواله ورځ د دې ??نځ په اړه خبرتيا خپرولو لپاره لمانځلې كېږي۔هېپاټائټس يو مهلك رنځ دے چې د له امله يې هر كال په نړۍ كښې نزدې 10 لكه خلق خپل ژوند د لاسه وركوي۔ ده ووئېل د يوې اوسنۍ اندازې له مخې په هر 13 بالغه پاكستانيانو كښې يو كس د هېپټائټس په رنځ اخته دے او 86 فيصده رنځوران سره د ناروغتيا بې خبره پاتې دي۔د 90 لكه پاكستانيانو په دې ??نځ اخته كېدل د كوم خطر نه كم نه دي۔كه مونږ د هېپاټائټس نه بچ كېدو لپاره په وخت اقدامات ونه كړل او ??برتيا مو پېدا نه كړه نو دا شمېره تر خطرناك حد زياتېدل ممكنه ده۔وزيراعظم ووئيل د هېپاټائتس غوندې ??اموش قاتل رنځ د كوم ظاهري علامت نه بغېر په 15 ٬ 20 كلونو كښې ورو ورو ځيګر ختموي او ?? سيروسيز او ?? ځيګر د كينسر سبب جوړېږي۔ده ووئيل تر كال 2030م د پاكستان څخه هېپاټائټس د ختمولو هدف تر مخه اوسنے حكومت په دې لړ كښې په بېړنۍ توګه اقدامات كوي٬حكومت پريكړه كړې چې په ځايې كچه هر كس ته به د هيپاټائټس علاج او واكسين باوري كولې شي۔ وزيراعظم اولس ته خواست وكړو چې د ځان او ?? خپلې ك??رنۍ حفاظت لپاره په انفرادي كچه د حفاظتي اقداماتو خيال وساتې ۔ ده ووئېل ويكسينېشن او ??كريننګ ټېسټ و??ړې ٬مېډيا ته هم خواست دے چې د هېپاټائټس خبرتيا په اړه خپل كليدي كردار ادا كړي
تر كال 2030 د پاكستان څخه د هيپاټائټس ختمولو لپاره په ترجيحي بنيادونو اقدامات كوو۔ د وزيراعظم شهباز شريف د هيپاټائټس نړيوالې ورځ په اړه پیغام
Auto Roulette Integrity Platform
مضمون کا ماخذ : پاور بال آن لائن خریداری