اسلام آباد 29 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي د اتحادي حكومت د سختو پرېكړو په سبب هېواد د ديواليه كېدو څخه ساتلے شوے ٬ د پاكستان معاشي صورتحال په حقله په ناسمه معلومات خپرولو سره د بې بنسټه كړكېچن كېفيت راپېدا كولو ناوړه هڅې روانې دي، حکومت د هېواد معيشت مستحكمولو لپ??ره هر ډول ممكنه اقدامات كوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نوموړي نړيوال انويسټمنټ بينکنګ اينډ کيپيټل مارکيټس فرم جيفريز (Jefferies) پلاوي سره په خبرو كښې وكړه چا چې دوي سره د نهې په ورځ ملاقات كولو ۔ د ملاقات په مهال د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار هم موجود ٶ ۔ د وزيراعظم ميډيا آفس له مخې وزيراعظم شهباز شريف ووئيل اتحادي حکومت د سياست پرواه نه ك??لو سره هېواد د تېرو څلورو كالو په مهال د نااهلو د ناكردو نه بچ كړے او ګراني كمولو او عامو وګړو ته ريليف وركولو لپ??ره هم په ترجيحي بنيادون?? اقدامات كوٶ۔ ده ووئيل حكومت د بهر تجارتي زيان كمولو لپ??ره هڅې كوي او پاکستان كښې بهرنۍ سرمايه كارۍ ته وده وركولو لپ??ره سرمايه كارو ته هر ډول ممكنه سهولت وركوي۔ وزيراعظم د جېفريز پلاوي هركلے كولو سره دوي ته په پاكستان كښې د خپل دفتر پرانستلو بلنه وركړه۔ په دې موقع پلاوي د وزيراعظم په مشرۍ كښې هېواد ته د رامخې ته چېلنجونو موثره مقابله ك??لو او هېواد د معاشي استحكام په ل??ره روانول خوشبينه وګرځول
هېواد د ديواليه كېدو نه ساتلے شوے٬ د پاكستان معاشي صورتحال په حقله په ناسمه معلوماتو خپرولو د بې بنسټه كړكېچن كېفيت راپېدا كولو ناوړه هڅې روانې دي۔ د وزيراعظم شهباز شريف د جېفريز پلاوي سره ملاقات كښې خبرې
The legendary Monkey King APP game platform
مضمون کا ماخذ : مصری ڈریمز ڈیلکس