APP57-061222
ISLAMABAD: December 06 - H.E. Mr. Donald Blome, Ambassador of the United Stated of America to Pakistan called on Federal Minister for Finance and Revenue Senator Mohammad Ishaq Dar. APP/ABB/ZID
اسلام آباد 06 دسمبر (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار سره په پاکستان كښې د امريکې سفير ډونلډ بلوم د نهې په ورځ ليدلي۔ د وزيراعظم د قامي خزانې سلاحكار طارق باجوه، د خزانې او فنانس ډويژن سېكتر او نور لوړ پوري هم موجود و??۔ د خزانې وزير د سفير هركلے وكړو او امريكې ??ره اقتصادي او په تجارتي محاذ تاريخي او په پائيدار دوه اړخيزه اړيكو رڼا واچوله۔ د خزانې وزير د امريکې سفير د موجوده حکومت لخوا د سېلاب نه پس د بيا رغونې او بحالۍ د منصوبو نه خبر كړو٬ د موجوده حکومت د اولس خېرښګړې لپاره زيات فكر مند دے او دې لپاره په دې لر كښې يو شمېر اقدامات كوٶ۔ د ملاقات په مهال دواړو ډلو د شريكې ??وښې په يو شمېر چارو هم د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ په دې موقع ډونلډ بلوم د امريکه او پاکستان ترمېنځه د دوه اړخيزه اړيكو د دغه جذباتو ځواب وركړو۔ ده د سېلاب بحران څخه پاکستان ته د رسېدلي معاشي زيان اعتراف وكړو او وئ وئيل چې د امريکې حکومت په دې سخت وخت كښې پاكستان سره ولاړه ده۔ د خزانې وزير د امريكې ?? ملاتړ ستائنه كولو سره د امريكې ??فير او هېواد لخوا د پاكستان په ملاتړ مننه وكړه