اسلام آباد 12 اپرېل (اے پی پی) د وفاقي وزيرې او د بېنظير انكم سپ??رټ پروګرام چيئرپرسن شازيه مري په مشرۍ كښې د اعلٰی كچ غونډه شوې۔په غونډه كښې وفاقي وزيرې ته تفصيلي بريفنګ وركړے شو۔دې ته ووئيل شول د پاكستان حكومت د بېنظيرانكم سپ??رټ پروګرام بجټ د 250 ارب ??وپ?? نه 400 ارب ته رسولے كومه چې 60 في??ده اضافه ده۔د بېنظير كفالت له مخې د 90 لكه كورنيو په وظيفو كښې 25 في??ده اضافه شوې ۔ د بېنظير تعليمي وظائف پروګرام كښې د مستحقو كورنيو 7.1 ملين ماشومانو ته تعليمي وظيفه وركړې كېږي۔د بېنظيرنشوونما پروګرام پراخه كولو سره د پاكستان په هره ضلع كښې د دې 472 مركزونه جوړ كړے شوي۔د بېنظيرانډر ګريجوېټ اسكالرشپ له مخې 92000 زده كوونكو ته تعليمي وظيفې وركړے كېږي۔د سېلاب ځپليو 28 لكه كورنيو ته د يوې كورنۍ په سر 25000 زره ??وپ?? په حساب 70 ارب روپۍ وركړې شوي۔81 لكه كورنيو ته د فيول سبسډي په توګه 2000 روپۍ د كورنۍ په سر او ټولې 16.7 ارب روپۍ وركړې شوي۔دغسې اوس نر ښځي په بېنظير كفالت پروګرام كښې شامل كړے شوي دي۔
د وفاقي وزيرې شازيه مري په مشرۍ كښې د اعلٰی كچ غونډه وشوه
Egyptian Mysterious Book APP download link
مضمون کا ماخذ : prêmios raspadinha