اسلام آباد 22 اپرېل(اے پی پی)صدر مملکت ډاكټر عارف علوی د كوچني اختر د خوشحالۍ په مو??عه پاكستاني اولس او ګردې اسلامي نړۍ ته مباركي وركولو سره وئيلي دي چې ??اك پرورګار ته لاس په دعا يوو چې ??غه دې زمونږ روژې او عبادتونو په خپل دربار كښې قبول او منظور كړي۔ پاك پروګار دے پاكستان ته پرمختګ ٬ سوكالي ٬ امن او ثبات وركړي٬ پاكستاني اولس ته دې امن ٬ عافيت او پراختيا وركولو سره د دوئي تكليفونه او ستونزې لرې كړي٬ پاك پرور??ګا?? دے ټولې اسلامي نړۍ ته ل??ړ مقام وركړي۔ د كوچني اختر په مو??عه خپل پېغام كښې صدر مملكت ډاكټر عارف علوي ووئيل پاك پرورګار ته لاس په دعا يوو چې ??غه دې زمونږ روژې او عبادتونه په خپل دربار كښې قبول او منظور كړي۔ ده ووئيل د روژې مباركه مياشت په مونږ كښې تقوي پېدا كوي ٬ مونږ ته د بل د لوږې ٬ تندې او ستونزو احساس راكوي او هم دا احساس كومې هم ټولنې څخه د بې وزلۍ او ناانصافۍ د ختمېدو بنياد جوړېدے شي۔ ده ووئيل مونږ له به په دې مو??عه لوظ كول وي چې ??ول كال به تقوی ٬ پرهېزګارۍ او د احساس جذبې سره پاتې كېږؤ او د ټولنې په سوكالۍ كښې به د خپل برخې كردار ترسره كوؤ۔ ده ووئيل دا مهال پاكستان سختو سياسي او اقتصادي حالاتو سره مخ دے او مونږ ټولو ته د دے احساس دے۔ په دې حالاتو كښې زه د ټول اولس پام معاف كولو ٬ رحم كولو او د رب په حكمونو عمل كولو پلو ګرځول غواړم۔ ده ووئيل پاك پرور??ګا?? مونږ ته د نېكۍ او احسان كولو حكم كوي او هغه احسان كوؤنكو سره مينه كوي۔ ده ووئيل نن مونږ خلق معاف كولو ته تيار نه يوو او مونږ دا خبره هېره كړې ده چې د قيامت په ورځ به مونږ د پاك پرور??ګا?? مخكښې بې بسه ولاړ يؤ او هغه څخه به معافي غواړؤ۔ ده ووئيل نبي علېه السلام هم مونږ ته په نورو د رحم كولو او د نورو د معاف كولو تلقين كړې دغسې چې ??ه مونږ رحم وكړے شي او مونږ معاف كړې شوو۔ ده ووئيل ټول اولس ته اپيل كوم چې ??غوي دې مذهبي او سياسي اختلافات د جنګ جګړې او كركې سبب نه جوړوي او د هېواد سياسي او معاشي استحكام لپاره دې خپل كردار ترسره كړي
پاك پروردګار دې د وړوكي اختر په بركت زمونږ روژې او عبادتونه قبول كړي٬ صدر مملكت
Enjoy shopping APP game download
مضمون کا ماخذ : کوئی شہزادی۔