اسلام آباد 08 مارچ (اے پی پی) په مصر كښې د پاكستان سفير ساجد بلال د ګل په ورځ د قاهره په صدارتي محل كښې په يوه دستوره كښې د عرب جمهوريه مصر صدر عبدالفتاح السيسي ته خپل سفارتي اسناد وړاندې كړي۔د دستورې په مهال ګارډ آف آنر وړاندې كړے شو۔د مصري ځواكونو بينډ د پاكستان او مصر قامي سرودونه وغږول۔د دې نه پس سفير د مصر صدر سره د ملاقات په مهال صدر او د مصر اولس ته د صدر او وزيراعظم لخوا د نيكو هيلو پېغام ورسولو۔صدر السيسي هيله څرګنده كړه چې د پاكستان سفير به د دواړو هېوادونو ترمينځه په موجوده مرسته اډانه اړيكې لا مستحكمولو له فعاله كردار تر سره كړي۔د دستورې په مهال د پاكستان سفير نه علاوه 16 نورو سفيرانو هم خپل سفارتي اسناد وړاندې كړل۔په دې موقع د مصر خارجه وزير هم موجود ؤ ۔
مضمون کا ماخذ : quina resultados anteriores