اسلام آباد 07 نومبر(اے پي پي) پاكستان د عراقي وزيراعظم په استوګنه د ترهګرې د بريدونو سخته غندنه كړې. د اتوار په ورځ د خارجه دفتر وياند لخوا په جاري شوي بيان كښې وئيلي شوي دي چې پاكستان په بغداد كښې د عراقي وزيراعظم په استوګنه د بزدلانه بريد سخته غندنه كوي په كوم كښې چې ګڼ شمېر كسان ژوبل شوي دي. دا خبره د اطمينان وړ ده چې وزيراعظم مصطفٰی الكاظمي محفوظ دے. په بيان كښې وئيلي شوي دي چې پاكستان ورور هېواد عراق او د دې اولس سره په يووالي كښې ولاړ دے. ژوبل شويو سره د خواخوږۍ څرګندونه كوو او د دوي زر روغتيا لپاره دعا كوو. وياند ووئيل چې د داسې متشدد شر خپرونې هېڅ جواز نشته. مونږ د هر ډول ترهګرې د سختې غندنې څرګندونه كوو.
مضمون کا ماخذ : ڈاگ ہاؤس