پېښور 09 مارچ (اے پی پی) وزیر اعظم عمران خان پېښور كښې د انډر 21 ګیمز باقاعدہ پرانسته وكړه۔ د ګل په ورځ وزیر اعظم د انډر 21 ګیمز پرانسته لپاره قیوم سټیډیم سپورټس كمپلیكس ته لاړو۔ په دې موقع د خېبر پښتونخوا وزیر اعلیٰ محمود خان، د دفاع وزیر پرویز خټك، د مواصلات وفاقی وزیر مراد سعید او د مذهبي چارو وفاقی نور الحق قادری هم د وزیر اعظم سره ؤ۔ وزیر اعظم د خېبر پښتونخوا وزیراعلیٰ له په دې كامیاب لوبو كولو مباركي وركولو سره ووئيل مونږ له به خپل نوې نسل له د یونین كونسل په كچه د لوبو موقعې وركول وي۔ ده ووئيل د لوبو سيالو سره به د ځوانانو ټیلنټ رامخې ته شي۔ ژوند د پرله پسې سيالو نامه ده او د لوبو هلو ځلو سره د مقابلې اهلیت پیدا كېږي۔ ده ووئيل لوبو سره انسان نه يوازې په جسمانی توګه صحت مند وي بلكه لوبو كښې ماتې او بريا د ژوند د چینلجونو د مقابلې جوګه كوي۔ كه زه سپورټس مین نه وم نو تر 22 كاله به مې سياست كښې مقابله كول نه وې زدكړې۔
وزیر اعظم عمران خان پېښور كښې انډر 21 ګیمز باقاعدہ پرانسته وكړه
مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ کی قیمت