نیویارک۔21ستمبر (اے پی پی) خارجه وزير بل??ول بھټو زرداري وئيلي دي د کشمیر مسئلې حل كولو نه پرته پ?? سوئيلي آسیا کې امن نه شي راتللے٬ پاكستان د جموں وكشمير شخړې هواري له هند سره يو وارې بيا ??بر?? پېل كولو له چمتو دے٬ دې ډول ??بر?? اترو له سازګار چاپېريال جوړول د هند ذمه واري ده۔ او آئي سي رابطه ګروپ د مقبوضه كشمير ناوړه صورتحال پلو د نړۍ پام ګرځولو كښې مهم كردار ترسره كړے ٬ او آئي سي دا معامله بايد د ملګرو ملتونو په اړوندو فورمونو پورته كړي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ 77 مې غونډې په موقع د او آئي سي د جموں و کشمیر رابطه ګروپ وزارتي غونډې ته خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل په مقبوضه كشمير كښې دا مهال 9 لكه عسكر موجود دي۔ د هند پوځ د ظلم او جبر اقدامات كوي۔ خارجه وزير ووئيل هندي چارواكو ټول حريت قيادت كوم چې د كشميري اولس د سياسي هيلو حقيقي نمائندګان دي په زندانونو كښې اچولے دے۔ بل??ول بھټو زرداري ووئيل په “هندوتوا” نظریه عمل كول?? سره پ?? هند كښې د آر اېس اېس بي جے پي حكومت د څلورم جنېوا كنونشن په شمول د نړيوال قانون سخته خلاف ورزي كول?? سره پ?? مقبوضه سيمه كښې غېر قانوني آبادتي بدلونونه پېل كړي۔ نوي د “ډومیسائل قانونونه ” معارفي كولې شي او په مقبوضه كشمير كښې پاتې كېدو لپاره د ګرد هېواد څخه هندوانو ته 40 لكه څخه زيات جعلي ډوميسائل سرټيفيكېټ جاري كړې شوي۔ د بهرنیو چارو وزیر ووئیل د کنټرول لائن په اوږدو كښې په 25 فروري 2021 د جنګ بندۍ لوظ نامه پ?? اېل او سي امن راوستو ٬ د كشميري اولس قيمتي ځانونو ??چ كولو او د اېل او سي دواړو اړخونو ته د كشميري اولس مصيبتونو كمولو له د پاكستان د هڅو يو غوره مثال دے۔ ده ووئيل مونږ هيله لرله چې هند به د شخړې هواري له او د ??بر?? اترو بحالۍ له مثبت ګامونه پورته كړي خو د دې په ضد هند خپل ظلمونه لا زيات كړي۔ ده ووئيل ٬ پاكستان د جموں وكشمير شخړې هواري له هند سره يو وارې بيا خبرې پېل كولو له چمتو دے٬ دې ډول ??بر?? له سازګار چاپېريال جوړول د هند ذمه واري ده۔ بل??ول بھټو زرداری ووئيل او آئي سي له به دا معامله د ملګرو ملتونو په اړوندو فورمونو پورته كولو كښې خپل كردار ترسره كول وي په كوم كښې چې د رابطه ګروپ لخوا سلامتي كونسل ته د مشتركه خط ليكلو امكان هم شته۔
د کشمیر مسئلې حل كولو نه پرته په سوئيلي آسیا کې امن نه شي راتللے۔ د بهرنیو چارو وزیر بلاول بھټو
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کا بونس