شرم الشېخ 11 نومبر (اے پي پي) د ماحولياتي بدلون وفاقي وزيرې سېنېټر شېري رحمان په سباٶن كښې د ماحولياتي تباهۍ مخنيوي لپاره د کلائميټ فنانس اتحاد په اهميت زور رواړولو سره وئيلي دي مونږ له خپلې ټولنې د آب و هوا د هنګامي صورتحال نه محفوظ ساتلو لپاره په كوټلو بنيادونو كار كولو ته اړتيا ده٬ د كوپ-27 فورم د ملګرو ملتونو په اسياء پېسفك ريجن كښې د آب و هوا بدلېدو په اړه دستورې ته خپلې وېنا كښې دې ووئيل د ماحولياتي تباهو سونامي لاره نيولو لپاره کلائميټ فنانس اتحاد ته اړتيا ده٬ په آسياء پېسفك ريجن كښې د ماحولياتي بدلون پحقله پېښې ډېرې زياتېږي٬ دا مونږ لپاره د ډېر ضروري موافقت دور دے۔ شېري رحمان ووئيل د دې خبرې سوچ اخستې يو چې مونږ به خپلې ټولنې د آب و هوا د هنګامي صورتحال نه څنګه محفوظ وساتلې شو، مونږ د آب و هوا د فشار په ګراٶنډ زيرو يو۔ وفاقي وزير ووئيل “دي ليونګ انډس” په داسې منصوبو كښې شامل دے كوم چې كاربن كموي٬ په داسې منصوبو كښې د ماحولياتي نظام بحالي، د دريابونو تحفظ او لچكدار سباٶن شامل دے ۔ دې ووئيل د كوپ-27 پبلك او نجي فنانسنګ نظام جوړول پكار دي ځكه چې مونږ له به په سباٶن كښې د ماحولياتي تباهو مخنيوي لپاره کلائميټ فنانس ته حاجت وي
مونږ له خپلې ټولنې د آب و هوا د ناساپي صورتحال نه خوندي ساتلو لپاره په كوټلو بنيادونو كار كولو ته اړتيا ده۔ سېنېټر شېري رحمان
مضمون کا ماخذ : لاٹری کے نتائج