اسلام آباد 08 جنوري (اے پي پي) په پاكستان كښې د پولېنډ سفير ماكېج پسارسكي وئيلي دي چې د پاكستان او پولېنډ ترمېنځه د تجارت حجم د 500 ملين يورو نه زيات دے. اے پي پي سره په خبرو كښې د پولېنډ سفير ووئيل چې دواړه هېوادونه پاكستان او پولېنډ د انفارمېشن ټېكنالوجې، فوډ پروسسنګ، محفوظ كولو او د كركيلې پشان په ګڼ شمېر څانګو كښې د تجارت او سرمايه كارې موقعې لټولو ته پام كوي. ده ووئيل چې پاكستان لپاره ښه خبر دا دے چې د پاكستان د ټېكسټائل، د لوبو ملبوساتو، خوراك څښاك څيزونو او د څرمنې د مصنوعاتو برآمدات زيات شوي دي او بل خو د پولېنډ كاسمېټكس دلته ډېر خوښولې شي. ده ووئيل چې پولېنډ پاكستان سره د آئي ټي او كركيلې په څانګو كښې تجارت زياتول غواړي. د افغانستان په اړه د يوښې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل چې د نړيوالې ټولنې په انخلا كښې د پاكستان كردار ډېر د ستائنې وړ دے. ده ووئيل چې پاكستان د كابل او پاكستان ترمېنځه د پي آئي اے خاص پروازونه چلولو سره د غېر ملكي ځواكونو او وګړو په وتلو كښې مثبت او مهم كردار ترسره كړے.
پولېنډ پاكستان سره د آئي ټي او كركيلې په څانګو كښې تجارت زياتول غواړي. سفير
مضمون کا ماخذ : لافانی رومانس