ابوظهبی۔4اکتوبر(اے پی پی) متحده عرب امارات كښې د پاكستان سېكشن كمشنر جنرل ٬ سفير افضل محمود وئيلي دي اېکسپو 2020 دبئی كښې د پاكستان ګډون به ملګرو ملتونو سره د اعلی كچ دورو په اړه ٬ د پاكستانو څېزونو نندارتون او د كاروباري وګړو ترمينځه دوه اړخيزه تعلق لا مضبوط كړي۔ هغه د متحده عرب امارات سركاري خبر رسنې ادارې سره مركه كښې ووئيل د پاکستان پوېلین به د دوه اړخيزه تجارت او تجارتي اړيكو لا مستحكمولو له مرستياله وګرځي۔ هغه ووئيل متحدہ عرب امارات د مواصلات او رابطې مركزي حېثت د ډېرو كلونو هلو ځلو نه پس د تجارت او د سرمايه كارۍ سهولت كار هېواد په حېثد تجارتي هلو ځلو لپاره د بېلو هېوادونو او سيمو يو بل ته د نزدې كولو صلاحيت هم ترلاسه كړے۔ د متحده عرب امارات فضائي كمپنۍ د مسافرو او سامان رسولو لپاره د نړۍ هر ګټ ته ځان رسوي۔ هغه ووئيل د متحده عرب امارت روادارۍ او مېلمستياﺀ د ګردې نړۍ پام ځان ته ګرځولے۔ سفیر ووئيل متحده عرب امارت په كورونا وائرس قابو موندلو سره نړۍ ته دا پېغام وركړے چې د ضروری احتیاطی تدابیرپه خپلولود کووډ۔ 19 سره هم پاتې كېدل ممكن دي۔ هغه ووئيل د پاكستان خاورې د 9 زره كاله نه زيات تاريخ ٬ كلتور ٬ د قدرتي او بشري وسائلو زياتوالے ٬ سېلګري ٬ تجارت او د سرمايه كارۍ ځانګړې موقعو معرفي كول په اېكسپو 2020 كښې د پاكستان پوېلين بنيادي مقاصد دي۔ هغه ووئيل مونږ د پاكستان پوېلين د لارې نړيوالې ورورولۍ ته بلنه وركوؤ چې هغوي د پاكستان په اړه ځان خبر كړي ٬ سېلګرۍ له پاكستان ته لاړ شي او مونږ سره كاروبار وكړي۔ په دې مهال د پاكستان پوېلين ميډيا رابطه افسر شازيه سراج ووئيل په اولنۍ ورځ د ټولو هېوادونو نزدې 8 زره وګړو د پاكستاني پوېلين دوره كړې
د پاكستان تاريخ ٬ كلتور ٬ د قدرتي او بشري وسائلو زياتوالے ٬ سېلګري ٬ تجارت او د سرمايه كارۍ ځانګړې موقعې معرفي كول د پاكستان پوېلين بنيادي مقاصد دي٬ د پاكستان سېكشن كمشنر جنرل ٬ سفير افضل محمود مركه
مضمون کا ماخذ : فنکی پھل