اسلام آباد۔20 مئی(اے پی پی) د اطلاعا?? او خپرنو٬ قامي ورثه او كلتور وزير عطاﺀ تارړ وئيلي دي حكومت د ډيجيټل ميډيا اتھارټي جوړولو په لړ كښې د يو اړخيزه قانون سازۍ كومه اراده نه لري٬ په دې معامله به د ټولو صحافتي تنظيمونو او پرېس كلبونو باور ترلاسه كولې شي۔ ??ا خبره ده د ??ېش??ل پرېس كلب اسلام آباد پلاوي سره د ملاقات په مهال خپلو خبرو كښې وكړه۔ د اطلاعات وفاقي وزير ووئيل خبريالانو له به هېلتھ انشورنس سکیم زر تر زره پېل كړے شي۔ ده ووئيل د ??ېش??ل پرېس کلب مستقلې ودانۍ جوړولو او د موجوده ودانۍ بهترۍ له به ضروري ګامونه پورته كولې شي۔ وفاقی وزیر ووئيل حكومت د ??ېش??ل پرېس كلب مسئلو څخه ښه خبر دے٬ اېن پي سي ته كلن ګرانټ وركول به هم باوري كولې شي۔ ده ووئيل د خزانې وزير سره ملاقات كښې به په مالي بجټ كښې پرېس كلب لپاره د كلن ګرانټ بېلولو په اړه خبره كولې شي۔ په دې موقع د ??ېش??ل پرېس كلب صدر اظهر جتوئي ووئيل حكومت بايد د پرېس كلب مسئلې په ترجيحي بنيادونو حل كړي٬ خبريالان په موجوده دور كښې يو شمېر چېلنجونو سره مخ دي۔ د ??ېش??ل پرېس كلب لنډ مهاله سېكرټري عون شیرازي ووئيل د پنډۍ اسلام آباد صحافتی کمیونټی لپاره میډیا ټاون فېز ټو زيات ضروري دے۔ ده ووئيل سركاري اشتهارونه د وركرز تنخاګانو سره مشروط كول به يو مهم ګام وي۔ په پلاوي كښې صدر اظهر جتوئی، لنډ مهاله سېكرټري عون شیرازي ، فناس سېكرټري وق??ر عباسي او د ګورننګ باډي غړي شامل وو۔ په دې موقع پرنسپل انفارمېشن آفیسر مبشر حسن هم موجود ؤ
حكومت د ډيجيټل ميډيا اتھارټي جوړولو په لړ كښې د يو اړخيزه قانون سازۍ كومه اراده نه لري٬ د وفاقي وزير عطاﺀ تارړ د نيشنل پريس كلب اسلام آباد پلاوي سره خبرې
مضمون کا ماخذ : کوئی شہزادی۔