اسلام اباد ۔16 اكست (اے پي پي ) وزيراعظم شهباز شريف په ټانك كښې د پوليو وركرز په ډله د ترهه ګرو د ډزو سخته غندنه كولو سره وئېلې دي د قام ماشومانو د صحت دښمنانو تر خاتمې به په قلاره نه كېښنو٬ د وزيراعظم افس ميډيا څانكې د اړخه جاري بيان تر مخه وزيراعظم په ټانك كښې د پوليو كاركنانو په ډله د ترهه ګرو د ډزو سخته غندنه كړې او شهيدو شوو پوليس اهلكارو ته ئې د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كړي ٬ وزيراعظم د ټانك په كوټ اعظم سيمه كښې په كچه ابادۍ كښې د سپاهي پېر رحمان او نثار خان په شهادت د غم دړد څرګندونه كړې ٬ وزيراعظم د شهيدو شوو پوليس اهلكارو كورنيو سره د غمرازۍ څرګندونه كولو سره وئېلې دي د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې پوليس لوئې قربانۍ وركړي ٬ مونږ شهيدانو ته سلام كوو ٬ وزيراعظم ووئېل په پوليو كاركنانو بريد كوونكي د قام ماشومان معذوره كول غواړي ٬ خو مونږ په هله په قلاره كېښنو چې د قام د ماشومانو د صحت دښمنانو خاتمه وكړو ٬ په دې مهال وزيراعظم د شهيدانو لوړو درجو او د غم جنيو كورنيو لپاره د صبر دعا هم كړې
د قام د ماشومانو د صحت دښمنانو تر خاتمې به په قلاره نه كېښنو٬ د وزيراعظم شهباز شريف په ټانك كښې د پوليو وركرز په ډله د ترهه ګرو د ډزو سخته غندنه
مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کے نتائج