کوئټه 01 اکتوبر (اے پي پي)سېنيټر ثمينه ممتاز زهري وئيلي دي په منطقه كښې د سولې ثبات او استحكام دارومدار د افغانستان په صورتحال منحصر دے ،پاکستان عمر له د افغانانو بهترۍله د دوي د هيلو له مخې د پرېكړو هركلے كړے او سباٶن كښې به هم د داسې پرېكړو ملاتړ كوي۔ سېنېټر ثمينه ممتاز زهري خپل يو بيان كښې وئيلي دي د ماضي غوندېافغانستاندې يوازې پرې نه ښودلے شي او كه داسې وشول نو دا د يوې لويې انساني الميې سبب جوړېدې شي۔ دې ووئيل په افغانستان كښې د دوه لسيزو نه پس امن راغلے او دا په برقار ساتلو لپاره نړيوالې ورورولۍ له د افغانستان مرسته پكار ده ۔ دې ووئيل په افغانستان كښې د امن زيات اغيز په پاكستان كېږي او امن سره د افغانستان نه په پاكستان كښې د دراندازۍ لارې بندېدې شي۔ دې ووئيل پاکستان په هره سخته كښې د افغانستان بشپړه ملګرتيا كړې٬ سباون كښې به هم پاكستان په منطقه كښې امن او د مستحكم افغانستان ملاتړ روان ساتي۔ دې ووئيل د افغانستان په لنډمهاله کابينه كښې د مختلفو نسلي او سياسي ډلو نمائندګي خوشبينه ده او هيله لرو چې طالبان به خپل هېواد كښې امن او استحكام برقرار ساتلو لپاره داسې نور اقدامات وكړي
پاکستان په هره سخته كښې د افغانستان ملګرتيا كړې٬ سباون كښې به هم پاكستان په منطقه كښې امن او د مستحكم افغانستان ملاتړ روان ساتي۔ سېنيټر ثمينه ممتاز زهري
مضمون کا ماخذ : راکی