اسلام آباد 10 اګست(اے پی پی)صدر ډاكټر عارف علوي د بحريه يونيورسټۍ مشن او وژن د جديد دور تقاضو له مخې د برابرولو په ضرورت زور راوړولو سره وئېلي دي په پوهنتونونو كښې آن لائن تعليم٬تحقيق او پرمختګ ته خاص پام لرنې ته اړتيا ده٬پوهنتونونه دې د آئي ټي او مصنوعي ذهانت غوندې څانګو كښې ځوانان رامخې ته كړي۔د دې خيالاتو ده د نهې په ورځ د بحريه يونيورسټۍ په اړه د يو بريفنګ په مهال وكړه۔د بحريه يونيورسټۍ ريكټر وائس اېډمرل(ر)كليم شوكت صدر ته د پوهنتون كاركردګۍ او كاميابو په اړه بريفنګ وركړو۔په بريفنګ كښې صدر ته د يونيورسټۍ تعليمي هلو ځلو٬ څانګو او اعلٰی تعليم وركولو كښې د يونيورسټۍ كردار په اړه ووئېلې شول۔صدر د اعلُٰی معياري تعليم ودې په اړه د بحريه پوهنتون كردار ستائنه وكړه او په دې خبره ئې زور راوړو چې د ماركيټ ضروريات له مخې ګريجوېټس رامخې ته كړي۔صدر ووئيل د پوهنتون مشن او وژن د جديد دور تقاضو له مخې د برابرولو ضرورت دے۔ پوهنتونونه دې د آئي ټي او مصنوعي ذهانت غوندې څانګو كښې ځوانان تيار كړي
په پوهنتونونو كښې آن لائن تعليم٬تحقيق او پرمختګ ته د خاص پام لرنې كولو اړتيا ده٬پوهنتونونه دې د آئي ټي او د مصنوعي ذهانت غوندې څانګو كښې ځوانان رامخې ته كړي۔ د صدر ډاكټر عارف علوي د بحريه يونيورسټۍ په حقله د بريفنګ په مهال د خيالاتو څرګندونه
مضمون کا ماخذ : سپرمین: فلم