اسلام آباد۔1 نومبر(اے پی پی) د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ ٬ اصلاحات او خصوصي اقدامات وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي د وزيراعظم شهباز شريف د چين دورې په مهال به په بېلو څانګو كښې د تفاهم يو شمېر يادښتونه او لوظنامې لاس ليك شي٬ اېم اېل ون سره به د پاكستان او چين دواړو هېوادونو په معيشت مثبت اغېز وشي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ وزيراعظم شهباز شريف سره په دوه ورځنۍ دوره چين ته د روانېدو نه وړاندې ميډيا سره خپلو خبرو كښې وكړه۔ ده ووئيل د چين دورې په مهال به په بېلو څانګو كښې د تفاهم يو شمېر يادښتونه او لوظنامې لاس ليك شي۔ ده ووئيل په پراخا كچه د دوه اړخيزه مرستې ايجنډې مخ په وړاندې د بوتللو او د سي پېك جوائنټ كوآپرېشن كمېټۍ په 27م اكتوبر د شوې 11 مې غونډې په چوكاټ كښې به په سي پېك منصوبه د مرستې رفتار مستحكم كول باوري كولې شي۔ دواړه هېوادونه د اېم اېل ون او كراچي سركلر منصوبو پېل كولو عزم لري۔ ده ووئيل اېم اېل ون سره به د پاكستان او چين دواړو هېوادونو په معيشت مثبت اغېز وشي۔ده ووئيل چین د صنعتي پرمختګ په بنياد معاشي ترقي كړې ده٬ اوس به د سي پېك لاندې صنعتي مرستې ته وده وركوؤ۔ سی پېک صنعتی مرسته به د روزګار نوې موقعې رامخې ته كړي۔ ده ووئيل د سي پېك لاندې به د كركيلې په څانګه كښې په مرسته هم خبرې وكړې شي۔ ده ووئيل سي پېك د پاك چين دوه اړخيزه مرستې يو سنګ ميل جوړ شوے دے۔ ده ووئيل ملكي او غېر ملكي حالات كه هر څنګه وي ٬ پاك چين ملګرتيا د نسلونو نه راروانه ده۔ ده ووئيل د وزيراعظم د دې دورې د كاميابۍ اثرات به تر اوږدې مودې پاتې وي۔
د چين دورې په مهال به د تفاهم يو شمېر يادښتونه لاسليك شي٬ احسن اقبال
مضمون کا ماخذ : پاکستان کی مشہور لاٹری