اسلام آباد 28 نومبر (اے پي پي)د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار ډېر زر په ګډه او منصفانه ډول 9م نېشنل فنانس كمېشن(اېن اېف سي)ايوارډ اعلانولو لپاره د حكومتي عزم پخلے كړے او وئېلې يې دي چې نېشنل سېكورټي فنډ لپاره وفاقي حكومت په تجويز غور كوي چې پكښې به 3 فيصده ريونيو د ترهه ګرۍ په ضد جنګ لپاره فنډ له بېلولې شي٬ 9 اېف سي ايوراډ لپاره څلورو ډلو خپل راپورونه وړاندې كړې دي٬په ګټورو رايو او وړاندېزونو به راتلونكې مياشت د دسمبر په د??ېم?? اونۍ كښې غور كولې شي۔ده دا خبرې د ګل په ورځ د خزانې په وزارت كښې د 9م اېن اېف سي ايوارډ په اړه د غونډې مشري كولو ن?? پس خبريالانو سره په خبرو كښې وكړې۔په دې موقع د اېن اېف سي غړي ډاكټر عائشه غوث٬سليم اېچ مانډوي واله٬پروفيسر محمد ابراهيم او ??يص?? بنګالي هم موجود وو۔د خزانې وزير ووئيل چې 9 اېن اېف سي ايوارډ لپاره څلور ډلې جوړې كړې شوې وې او دې ډلو خپل راپورونه وړاندې كړې دي او په دې لړ كښې به د دسمبر په د??ېم?? اونۍ كښې په غونډه كښې غور كولې شي۔ده ووئيل چې په غونډه كښې به په وفاقي او صوبائي ك??ه اقتصادي استحكام لپاره په روډ مېپ هم بحث كولې شي۔وفاقي حكومت د هېواد په ګټھ د محصولاتو اضافې لپاره اقدامات كړې دي۔وفاقي وزير په خپلو خپلو صوبو كښې د وسائلو په فعاله كولو د صوبو هڅې هم وستائېلې۔په دې موقع ډاكټر عائشه غوث كومه چې د پنجاب د خزانې وزيره ده ووئيل چې 9م اېن اېف سي ايوارډ لپاره لار ټاكل شوې٬سليم اېچ مانډوي واله٬پروفيسر ابراهيم او ??يص?? بنګالي د دې هيلې څرګندونه وكړه چې د 9م اېن اېف سي ايوارډ اعلان به ډېر زر وكړې شي۔دوي د ايوارډ د اعلان په اړه په پرمختګ د اطمينان څرګندونه وكړه
نېشنل سېكورټي فنډ لپاره وفاقي حكومت په وړاندېز غور كوي چې پكښې به 3 فيصده ريونيو د ترهه ګرۍ په ضد جنګ لپاره فنډ له بېلولې شي
مضمون کا ماخذ : اسلام آباد لاٹری