اسلام آباد 14 فروري (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو نګران وفاقي وزير مرتضيٰ سولنګي وئيلي دي چې حکومت جوړولو لپاره ساده اكثري?? اړين وي، اليکشن کمېشن د انتخاباتو نه ورسته په 14 ورځو كښې مصدقه نتيجې جاري كولو پابند دے٬ د آرټيکل 91 له مخې صدر مملکت د اليکشن نه 21 ورځې ورسته غونډه ر??بللے شي٬ د 22مې او 29مې فرورۍ ترمېنځه كله هم د قامي اسمبلۍ غونډه ر??بللې كېدې شي ۔ ده دا خبره د شورو په ورځ د پي ټي وي پروګرام “رياست” كښې كړې۔ ده ووئيل ??ليکشن کمېشن د انتخاباتو نه ورسته په 14 ورځو كښې مصدقه نتيجې جاري كولو پابند دے٬ فارم 49 كښې بريا ترلاسه كوٶنكو ته انتخابي خرڅونو مصدقه كښې دستاويزات اليکشن کميشن سره جمع كول وي٬ كه دا تفصيلات جمع نه كړې شي نو فاتح د قامي اسمبلۍ باضابطه غړي نشي پاتې كېدې ۔ ده ووئيل ?? قامي اسمبلۍ سېكټرېټ ته چې څنګه سركاري نتيجې ترلاسه شي٬ د پارلماني چارو د وزارت كار به پېل شي۔ وفاقي وزير ووئيل ?? آرټيکل 91 له مخې صدر مملکت د اليکشن نه ورسته په 21 ورځو كښې غونډه ر??بللے شي،د اليکشن نه وروسته 21 ورځې په 29 فرورۍ ترسره كېږي٬ د 22مې او 29مې فرورۍ ترمېنځه كله هم د قامي اسمبلۍ غونډه ر??بللې كېدې شي ۔ د يوې پوښتنې په ځوب ده ووئيل ??کومت جوړولو لپاره ساده اكثريت صروري وي، صدر دا واك نه لري چې ھغه يو ګوند يا كس ته د حكومت سازۍ بلنه وركړي٬ د اتلسم بدلون نه ورسته دا اختيار ختم شوې دې٬ د اتلسم بدلون له مخې د صدر چوكۍ د وفاق علامت ده
حکومت جوړولو لپاره ساده اكثريت اړين وي٬ د 22مې او 29مې فرورۍ ترمېنځه كله هم د قامي اسمبلۍ غونډه رابللې كېدې شي۔ د وفاقي وزير مرتضيٰ سولنګي “پي ټي وي” سره خبرې
Official entertainment link of The Legend of Hou Yi
مضمون کا ماخذ : خیبر پختونخوا لاٹری