اسلام آباد 12 اپریل (اے پی پی) وفاقی کابینې د حج پالیسی 2017ء او د ګاز په نوو كنكشنو د لګېدلي بندېز پورته كولو منظوري وركړې ده ۔ د استوګنې اسانيو په اړه بشپړ پلان جوړولو له د كابينې ذېلي كمېټي جوړه كړې شوه۔ د وفاقی کابینې غونډه د شورؤ په ورځ د وزیرا عظم محمد نواز شریف په مشرۍ كښې وشوه۔ وزیراعظم حاجيانو له د لا زياتو اسانۍ وركولو سپارښتنه كړې ده ۔ ده تېر كال د حج په غوره انتظاماتو كولو د مذهبي چارو وزارت هڅې وستائلې۔ وزيراعظم د حج خرڅونو ته د بيا كتنې او د خرڅونو راپور راروانې غونډې ته د وړاندې كولو سپارښتنه كړې ده ۔ غونډه كښې د منصوبه بندۍ وفاقي وزير احسن اقبال د ہاؤسنګ په حقله بريفېنګ وركړو۔ وزیر اعظم ووئيل حکومت د استوګنې اسانيو په لړ كښې بې وزله طبقې ته اسانۍ وركول غواړي۔ د منصوبه بندۍ وزير د لږ او منځومانې آمدن لرونكو لپاره د استوګنې بېلې ماډلې وړاندې كړې۔ کابینې د هاؤسنګ او تعميرات وزير په مشرۍ د كابينې ذېلي كمېټي جوړه كړه كومه به چې حپل راپور وړاندې كوي ٬كابينې د توان په اړه د كابينه كمېټۍ په سپارښتنه په ګاز كنكشنونو د لګېدلې بندېز پورته كولو هم منظوري وركړه۔ غونډه كښې د ګاز په پرمختيائي سكيمونو د عملدرآمد هم منظوري وركړې شوه۔ کابینې د قامي هېلتھ سروسز رېګولېشن او کوآرډینېشن ډویژن لخوا د مجوزه بارکوډنګ قاعدو هم منظوري وركړه۔ کابینې د کینیا او پاکستان ترمينځه د دفاعي مرستې په اړه د اېم او اېم په مسوده د خبرو اصولي منظوري وركړه۔ د کابینې غونډه كښې د پاكستان او كيوبا ترمينځھ د سفارتي ٬ سركاري او سروس پاسپورټ لرونكو لپاره د وېزہ استثنیٰ په اړه د خبرو پېل كولو هم اصولي منظوري وركړې شوه۔ د داخله وزارت او د ناروے د انصاف وزارت او پبلك سېكورټي ترمينځھ د جرمونو مخنيوي په اړه د مرستې په حقله د خبرو اترو پېل كولو هم منظوري وركړې شوه۔ کابینې د پاکستان او اردن ترمينځھ سفارتي ٬ سركاري او سروس پاسپورټ لرونكو لپاره د وېزہ استثنیٰ په لوظنامه د لاس ليك هم منظوري وركړه ۔ کابینې تھائي لېنډ سره د كركيلې مرستې په اړه په کاؤنټر ډرافټ اېم او یو د خبرو پېل كولو او د تبادلې اصولي منظوري وركړه۔ کابینې د پاکستان او سری لنکا ترمينځه د روغتيا او طب په اړه په اېم او یو د لاس ليك هم توثيق وكړو۔ کابینې په 13فروری2017ﺀ،22فروری 2017ء ، 28مارچ 2017ء د كابينې د اقتصادي رابطه كمېټۍ غونډه كښې د شوو پرېكړو هم توثيق وكړو۔ كابینې په 22 مارچ 2017ء او 10اپرېل 2017 ء د قانوني كېسونو سرته رسولو له د كابينه كمېټۍ د سپارښتنو هم توثيق وكړو
د وزيراعظم حج كوونكو له د لا زياتو اسانۍ وركولو ٬ د حج خرڅونو ته د بيا كتنې راپور راروانه غونډه كښې د وړاندې كولو سپارښتنه
مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ کے نتائج