اسلام آباد۔19مارچ(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف جیولن تھرو اتھلیټ ار??د ندیم ته د غوره كاركردګۍ په څرګندونه او د هېواد نامه په روښانه كولو مباركي وركولو سره په سباؤن كښی د هغه كاميابو لپاره د نېكو هيلو څرګندونه كړې ۔ وزیراعظم شهباز شریف سره جیولن تھرو اتھلیټ ار??د ندیم د نهې په ورځ ملاقات وكړو۔ په دې موقع د اطلاعات وفاقي وزير عطاء تارړ او د انفارمېشن ټېكنالوجۍ وزير مملكت شيزه فاطمه خواجه هم موجود وه۔ جیولن تھرو اتھلیټ ار??د ندیم په خصوصي توګه وزيراعظم هاؤس ته رابللے شوے ؤ ۔ وزیراعظم ار??د ندیم څخه د هغه خيريت وپوښتلو او د پاكستان نامه په روښانه كولو ئې ورته مباركي وركړه۔ وزیراعظم ووئيل ستا كاميابۍ لپاره د ټول قام دعاګانې ستا سره دي٬ مونږ په تا وياړ لرؤ ٬ تا له نور هم مخ په وړاندې تلل دي٬ ستا په كاميابو كښې د پاك پروردګار د فضل او بيا ستا د ذاتي خوارۍ ٬ د مور پلار دعاګانو او ترب??ه كوؤنكو هم كردار دے۔ دغسې ار??د ندیم د وزارت عظمی منصب په سنبالولو وزيراعظم له مباركي وركړه۔ ده وزيراعظم د خپل سپورټس كيريئر په اړه خبر كړو۔ ار??د ندیم ووئيل ما د سكول وخت څخه په لوبو كښې برخه اخسته خو اوس په سكولونو كښې د لوبو لړۍ پاتې ??ه شوه دا بايد بحال كړې شي۔ ده ووئيل سوئيلي افريقې ته تربيې لپاره ځم كه وېزا ماته زر ترلاسه شي نو ما لپاره به آساني وي۔ وزیراعظم هدایت وكړو چې ار??د نديم ته دې د وېزې زر تر زره اجراﺀ باوري كړې شي۔ ده وزيراعظم ته ووئيل اولمپکس څخه وړاندې به دوه ا??ون??س كښې د پاكستان نمائندګي كوم۔ خپل هېواد لپاره هر ا??ون?? ته تللو له چمتو يم۔ په دې موقع د اطلاعات وفاقي وزير ووئيل په اولمپکس كښې د ار??د نديم ا??ون?? د شپې مهال ؤ او ټول قام د ده ا??ون?? وكتلو او ده لپاره يۍ دعا كوله۔ ار??د نديم وزيراعظم هاؤس ته په بلنه د وزيراعظم مننه كولو سره ووئيل دا يو ښه ملاقات ؤ ۔ په خپلو خبرو كښې ده ووئيل وزيراعظم لوبو ته په وده وركولو كښې زياته خوښي لري چې ورسره به هېواد كښې لوبو ته لا وده ترلاسه شي۔ ده ووئيل وزيراعظم زما په كلي كښې د ګراؤنډ جوړولو باور هم راكړے۔ ده ووئيل د لوبو ودې سره به په ګرده نړۍ كښې د پاكستان نامه روښا??ه شي
وزيراعظم شهباز شريف سره د جيولن تھرو اتھليټ ارشد نديم ملاقات
Unicorn Tips official entertainment portal
مضمون کا ماخذ : لوٹومینیا