اسلام آباد 22 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د ايران صدر ډاکټر ابراهيم رئيسي سره په فارسۍ ژبه خبرې كړ?? او د ايران شاعرانو د پاكستان پحقله د فارسۍ شعرونه ئې هم لوستلي۔ د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د ايران صدر د پاكستان دورې په مهال په فارسۍ ژبه هركلي كولو سره وزيراعظم ووئيل “چشمِ ??اه روشن دلِ ما شاد” ستاسو په ليدو زما سترګې يخ?? شوې او زړه مې خوشحاله شو۔ و??يراعظم د ايران صدر ته د علامه تقي بهار د پاکستان په اړه په فارسۍ كښې كلام “درود بر پاکستان” هم ولوستلو
هميشه لطف خداباد يارِ پاکستان
به کين مباد فلک با ديارِ پاکستان
په پاکستان دې تل د لوي څښتن فضل و كرم جاري وي او آسمان دې كله هم د پاكستان نه ناراض نشي۔ و??يراعظم د ايران صدر سره په خبرو كښې د فارسۍ شعرونه هم ولوستل چې پكښې دوي ته په پاكستان كښې بشپړه هركلے او دوي ته بيا بيا پاكستان ته د راتګ بلنه۔ و??يراعظم په فارسي كښې خبرې كولو سره ګډون كوٶنكي ډېر خوشحاله شول۔ د ايران صدر او پلاوي د وزيراعظم په فارسي ژبه عبور سره په خوشګوار حېرت سره مخ شول او د وزيراعظم په فارسۍ كښې خبرې او ??ه شعرونو اورېدو ګډون كوٶنكې د داد وركولو نه غېر پاتې نشول
وزيراعظم محمد شهباز شريف د ايران صدر ډاکټر ابراهيم رئيسي سره په فارسي ژبه خبرې
Crypto gold entertainment official entrance
مضمون کا ماخذ : مایا کا عروج