لاہور۔16جون (اے پی پی) وزيراعظم شهباز ش??يف او د تركيې اولس مشر رجب طيب اردوان د دواړو هېوادونو ترمېنځه د تجارت، سرمايه كارۍ، دفاع او سياحت پشمول په بېلا بېلو څانګو كښې د دوه اړخيزه مرستې د پياوړې كولو عزم تكرار كړے دے٬ دواړو لارښودو د پاكستان او تركيه ترمينځه د ملګرتيا او ورورولۍ په مضبوطو رشتو د خوشحالۍ څرګندونه وكړه كومې چې په شريكو اقدارو ٬ تاريخ او كلتوري همغږۍ اډانه دي۔ د وزيراعظم د دفتر د ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې دواړو مشرانو د لويې اختر په موقع يو بل سره ټيليفوني رابطه وكړه او په زړه پورې چاپېريال كښې يۍ يو بل لپاره ?? نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ دوئي په منطقه او دې څخه بهر امن ٬ استحكام او سوكالۍ ته د ودې وركولو په تګلاره هم خبرې وكړې۔ دوئي د فل??طي?? په روان وضعیت د ژورې اندېښنې څرګندونه كولو سره له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د بې ګناه فلسطینیانو د کړاوونو پاي ته رسولو لپاره ??ې د سولې هڅې يو په دوه كړي۔ دواړو مشرانو موافقه وکړه چې د ګډو ننګونو د حل او د یو بل د اساسي ملي ګټو د ملاتړ لپاره ??ه په ګډه کار کولو ته دوام ورکړي۔ د دواړو مشرانو ترمېنځه دوستانه خبرې اترې د پاكستان او تركيې ترمېنځه د مضبوطو او دوامدارو اړيكو او په راتلونكو ورځو كښې د نژدي مرستې جاري ساتلو د عزم څرګندونه ده۔ په دې لړ كښې وزيراعظم شهباز ش??يف د تركيې اولس مشر رجب طيب اردوان ته زر تر زره ?? پاكستان سركاري دورې كولو بلنه وركړه دغسې چې د لوړې كچې ستراتيژيك مشاورتي كونسل (اېچ اېل اېس سي سي) اوومه غونډه راوبللې شي۔ وزيراعظم په اېكس خپل يو بل پوسټ كښې خپل ګران ورور رجب طيب اردوان ته د لويې اختر مباركي وركړه او هغه لپاره يۍ د نېكو هيلو څرګندونه كولو سره ?? دواړو هېوادونو ترمينځه ??لګرتيا ٬دوه اړخيزه احترام او د مرستې مضبوطې رشتې په ډاګه كړې۔ وزيراعظم ووئيل ما ترك صدر ته زر تر زره ?? پاكستان دورې كولو بلنه وركړې ده۔ تل دې وي د پاكستان او تركيه ملګرتيا او ټولو ترك ورونړو خوېندو ته د لويې اختر مباركي۔
د وزيراعظم شهباز شريف او د تركيې اولس مشر رجب طيب اردوان د دوه اړخيزه اړيكو مستحكمولو عزم پخلے
Clown Wild Official Entertainment Platform
مضمون کا ماخذ : نتیجہ یہ ہے کہ