اسلام آباد 28 اکتوبر (اے پي پي) پاکستان د مقبوضه کشمير په سنګين صورتحال د سختې اندېښنې څرګندونه كولو سره په شوپيا ضلع او كپواړه كښې په فرضي مقابلو ك??ې وګړو د اوسنۍ وژنو په سختو ټكو غندنه كړې ده۔ د خارجه دفتر وياند د جمعې په ورځ د پرېس برېفنګ په مهال د كل جماعتي حريت كانفرنس د پخواني چيئرمېن مولانا عباس انصاري په سري نګر كښې په انتقال د غمرازۍ څرګندونه كړې چا چې د كشميريانو د خپلواكۍ حق لپا??ه د خپلو سټرو په مهال كلونه په زندان كښې تېر كړي۔ وياند په سري نګر كښې د كل جماعتي حريت كنفرنس په صدر دفتر د هندي پوځ ملاتړ كوٶنكو د هندوتوا جنونيانو په دې وروستيو ك??ې په بريد د تشويش څرګندونه كولو سره ووئيل دا ډول وحشيانه كاروائي د كشميريانو د آزادۍ عزم نشي كمزورې كولې۔ ده ووئيل په مقبوضه کشمير كښې د بشري حقونو صورتحال اندېښمن دے او هند كښې اقليتونو سره وحشيانه سلوك نړيوالې ورورولۍ لپا??ه د سنګين تشويش سبب دے۔ وياند ووئيل په دې وروستۍ كښې د هند دورې په مهال د ملګر?? ملتونو عمومي سېكتر انتونيو ګوټرېش هند ته د نړيوالو بشري حقونو ذمه وارۍ او د اقليتي ورورولۍ غړو پشمول د ټولو كسانو د حقونو د تحفظ او ودې يادګېرنه كړې د۔ د خارجه دفتر وياند ووئيل د جمو و كشمير په ځينې برخو ك??ې د هند د غېر قانوني قبضې په 75 كالو ترسره كېدو غندنې او د كشميري اولس سېپځلې هلو ځلو لپا??ه د پاكستان د بشپړه ملاتړ پخلي لپاره تېره ورځ توره ورځ لمانځلې ۔ ده ووئيل صدر مملكت، وزيراعظم او خارجه وزير په دې موقع خپلو خاص پېغامونو ك??ې د پاكستان د اصولي موقف او د كشميريان?? ملاتړ لپا??ه د عزم پخلے كړے او په نړيواله ورورولۍ ئې زور رواړے چې ھغوي د كشمير مسئلې حل لپاره خپله مخ ملازه استعمال كړي، په مقبوضه کشمير كښې دې د بشري حقونو په لويه كچه خلاف ورزۍ بندې كړې شي او د كشميريانو په ضد دې جابرانه اقدامات بند كړے شي۔ ده ووئيل بهر هېوادونو ك??ې پاكستاني مشنز هم د جمو و كشمير شخړې په اړه په نړيواله كچه بېداري پېدا كولو او كشميري اولس س??ه د يووالي څرګندونې لپاره يو شمېر هلې ځلې كړي۔۔ وياند ووئيل خارجه وزير د ملګر?? ملتونو د عمومي اسمبلۍ صدر٬ د سلامتي كونسل صدر، د ملګر?? ملتونو عمومي سېكتر، د بشري حقونو هائي كمشنر او د او آئي سي عمومي سېكتر ته چيټۍ لېږلې دغسې چې هغوي د مقبوضه كشمير د سنګين صورتحال نه خبر شي۔ وياند ووئيل هند د اووه لسيزو نه زياته موده راهسې د مقبوضه كشمير اولس ته د خپلواكۍ حق وركولو نه مسلسل سرغړونه كوي۔ وياند ووئيل د كشميري فوټو ژورنالېسټس ثناء ارشاد متو د ډيلي په هوائي مېدان د ايسارولو هم غندنه كوٶ، ده ووئيل د دې اقدام مقصد پلټزر پرائز ترلاسه كولو لپا??ه د نيويارك تللو نه هغه ايسارول ٶ
پاکستان په مقبوضه کشمير كښې په فرضي مقابلو كښې د وګړو د اوسنۍ وژنو غندنه وكړه
First person online entertainment
مضمون کا ماخذ : لاٹری ایپلی کیشنز کے فوائد