لاړكانه 27 دسمبر (اے پي پي)خارجه وزير او د پاكستان پ??پل?? پارټۍ چيئرمېن بلاول بهټو زرداري وئېلي دي شهيدې بنظيربهټو د دروغ نه د رېښتيا په سياست باور لرلو٬مونږ به د فساد سياست ختموو ٬ شهيدې بنظيربهټو مونږ څخه د جدا كې??و 15 كاله وشول خو د پ??پل?? پارټۍ جياله نن هم دلته موجود دي٬ دا ګڼلې شوه چې د بي بي په شهادت به د پ??پل?? پارټي سفر اودرېږي٬مونږ نن هم د شهيد?? بېنظيربهټو په سياسي منشور روان يو٬پوځ او عدليې نه بلكې پارليمان سليكټډ وزيراعظم كور ته لېږلے ٬ د ګوډا ګو دروغژن سياست به مسترد كوٶ۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ د پخوانۍ وزيراعظمې شهيد?? بېنظيربهټو د 15م تلين په موقع اولسي جلسې ته د خپلې وېنا كولو په مهال كړې۔ده ووئيل اولس شهيده بېنظيربهټو نه ده هېره كړې٬نن هم مونږ د هغې په سياسي فلسفه روان يو۔خارجه وزير ووئيل بېنظير بهټو په كومه ګ??اه شهيده كړې شوې٬ ترهګري او آمريت د يوې سكې دوه مخونه دي٬ ترهګر په ېره خپرولو ستاسو حقونه سلب كوي او آمريت د ټوپك په زور ستاسو آزادي ستاسو نه اخلي۔ خارجه وزير ووئيل شهيد?? بېنظير بهټو د دروغو نه د رښتياﺀ په سياست باور لرلو٬ مونږ به فسادي سياست له مينځه وړو، ده ووئېل مونږ د ګوډا ګو دروغژن سياست مسترد كوٶ٬ دا هېواد به يو موټے كوو، ده ووئېل په يو موټے كېدو به سياست كوٶ ٬ خلق به خپل مېنځ كښې نه جنګوٶ۔ بلاول ووئيل په وړومبي ځل د عدم اعتماد د لارې مو وزیراعظم كور ته لېږلے ٬ عمران خان د عدم اعتماد كرېډټ جوبائيډن له وركول غواړي٬ عمران خان امريكائي صدر نه دے جيالو بهر كړے٬ د عدم اعتماد سازش په سپينه ماڼۍ كښې نه په بلاول هاؤس كښې جوړ شوے او دا د بندو كوټو سازش نه ٶ ٬ ده ووئېل مونږ په سړكونو په جار اعلان كړے او بيا مو خپل هدف سر كړے۔ ده ووئيل ترهګرو او انتها خوښو ته په ماتې وركولو ماضي كښې هم پ??پل?? پارټۍ خپل كار كړے او په سباٶن كښې به هم دا كار كوٶ٬ مونږ يو كال وړاندې د جمهوريت بحالۍ لپاره تحريك پېل كړے۔ ده ووئېل زه تپوس كول غواړم چ?? بېنظير بهټو په كومه ګ??اه شهيده كړې شوې ٬ ھغه خو په وطن مئينه وه؟ ھغه د اسلامي نرۍ وړومبۍ مېرمن وزيراعظمه او د جمهوريت علمبرداره وه، آمرانو لپاره د ېرې علامت وه۔ ده ووئيل بېنظير بهټو دېرش كاله په مړانه د جمهوريت هلې ځلې كړې ٬ ھغې ټولو لپاره يو پاكستان غوښتلو او په برابرۍ ئې باور لرلو۔ ده ووئيل زه په آخري ځل عمران خان له خبردارې وركول غواړم چې ھغه دې راشي په اسمبلۍ كښې دې كېښنې او د اپوزيشن كردار دې ولوبوي٬ تحريك انصاف دې ايوان ته راشي او په الېكشن او د نېب قانون بدلون پشمول په نوره قانون سازۍ كښې دې برخه واخلي ځكه چې مونږ نه غواړو چې تاسو په زندان كښې ئې او پخوانۍ وړومبۍ مېرمن تاسو سره ملاقات لپاره زندان ته درشي ٬ ده ووئيل كه عمران خان جمهوري رويه خپله كړي نو دا به ښه وي٬ ګنې مونږ بل انتظام هم لرو۔بلاول بهټو زرداري ووئيل شهيد ذوالفقار علي بهټو او شهيد?? بېنظيربھټو په خپل خپل دور كښې مونږ ته حقونه راكړي ٬ د 1973 آئين ئې راكړے٬د جمهوريت بنياد ئې اېښودلېےبيا يې آمريت ته ماتې وركړې او جمهوريت يې بحال كړے۔ده ووئيل مونږ به د هغې طبقې خيال ساتو د كومې خيال چې شهيد ذوالفقار علي بهټو او شهيد?? بېنظيربهټو لرلو٬كه هغوي د 1973 آئين راكړے نو شهيد?? بېنظيربهټو د دې آئين بحالۍ لپاره 30 كاله هلې ځلې كړي٬هغې ته معلومه وه چې په دې آئين كښې زما د اولس حق دے۔وفاقي وزير ووئيل مونږ چې د 18بدلون په صورت د 1973 آئين بحال كړے نو هغه د پخواني اولس مشر آصف علي زرداري په سبب شوے٬صوبو ته خپل حق وركړے شوے او جمهوريت بحال شوے او صوبو ته معاشي وسائل وركړے شوے۔
شهيدې بنظيربهټو د دروغو نه د رېښتيا په سياست باور لرلو٬مونږ به د فساد سياست ختموو۔ د خارجه وزير بلاول بهټو زرداري ګړهي خدا بخش كښې د شهيدې بنظيربهټو د تلين اولسي غونډې ته وېنا
Guardian of Ice and Fire APP entertainment website
مضمون کا ماخذ : نتیجہ بہت زیادہ